د روئټرز او فرانس پرس خبري ادارو هریو جلا جلا یو تحقیقاتي رپوټ خپور کړی چې د لبنان په جنوب کې د اکټوبر میاشتې د یوې حملې په اړه معلومات په کې ځای شوي دي. په هغې حملې کې یو جرنلسټ مړ او شپږ نور زخمیان شوي و.
روئټرز او اې اېف پي پخپلو رپوټونو کې ویلي، د دوی پلټنې څرګندوي چې په هغو کسانو د اسرایلي ټېنک ګوله باري شوې وه.
دغو دوو خبري ادارو هر یو د بهرنیو کارپوهانو سره ویډیوګانې کتلي، سټلایټ تصویرونه یې لیدلي، د ګواهانو سره یې خبرې کړي، او د ګولیو ټوټې یې لیدلي او بیا دې نتیجې ته رسېدلي چې دغه مرمۍ، د ټېنک ۱۲۰ مېلي متره ګولۍ وې چې صرف اسرایلي ټېنکونه یې استعمالوي.
دا حمله د اکټوبر په ۱۳مه هغه وخت وشوه چې صحافیان د لبنان سرحدي کلي علما الشعب کې سره راغونډ شوي و چې هغه ځای ته د څېرمه سیمو ویډیوګانې جوړې کړي کوم چې د اسرایلي پوځ او فلسطیني وسله والو ترمنځ د سرحد دواړه غاړه ګوله بارۍ په کې کېدلې.
روئټرز او اې اېف پي وایي، هغو خبریالانو ځانګړي جېکټونه اغوستي او خولۍ په سر کړې وې او په واضحه توګه پېژندل کېدل چې د مطبوعاتو کارکوونکي دي.
یادو خبري ادارو دا هم ویلي چې د خبریالانو په هغې ډلې اول د ټېنک یوه ګولې وداغل شوه، او سمدستي ورپسې دویمه ګولۍ هم ورغله. په دې کې د روئټرز خبریال عصام عبدالله ووژل شو، او دوه د روئټرز همکاران یې زخمیان شول. همدا راز د اې اېف پي یو خبریال هم د زخمیان په ډله کې شامل دی.
د روئټرز خبرې ادارې مشره اېډېټره الېسانډرا ګالوني په یو بیان کې ویلي: "مونږ د عصام وژل کېدل، غندو. مونږ د اسرایل نه غواړو دا وضاحت دې ورکړي چې څنګه داسې کېدلی شي، او د هغو کسانو نه دې بازخواست وکړي کوم چې د هغه په وژلو، او د اې اېف پي د خبریالې کرېسټینا آسي، زمونږ د همکارانو ثائر السوداني او ماهر نازح او د درېو نورو خبریالانو د زخمېدو کېدو ذمه وار دي. عصام یو ډېر تکړه او پرجوشه خبریال و، چې په روئټرز کې ډېر په همکارانو ګران و."
روئټرز خبري ادارې د اسرایل د دفاعي ځواکونو د نړېوالې برخې ترجمان لیوټننټ کرنل ریچارډ هېخت له قوله لیکلي چې، "مونږ (اسرایل) صحافیان نه په نښه کوو."
د اې اېف پي د عالمي خبرونو د څانګې مشر فېل چټوېنډ هم د اسرایل نه د صاف وضاحت غوښتنه کړې ده چې ووایي دا هرڅه څنګه واقع شول.
چټوېنډ وویل: "د یوې ډلې خبریالانو په نښه کول، کوم چې په واضحه توګه د مېډیا کارکوونکي پېژندل کېدل، هم ناقابل بیان او هم ناقابل بیان دي."
د بشري حقونو د څار ډلې (اېچ آر ډبلیو) هم د دغې حملې په اړه ځانله پلټنې کړې دي او د زیارت/پنجشنبې په ورځ یې وویل چې د پلټنو ترمخه یې، "داسې ښکاري چې دغه صحافیان د روانو شخړو نه ښه ډېر لېرې ول او په واضحه توګه د مېډیا کارکنان ښکاره کېدل، او وړاندې له هغه چې دوه پر له پسې بریدونه ورباندې وشي، دوی لږ ترلږه ۷۵ مېنټه پخپل ځای ساکن پاته و."
ډبلیو اېچ او ویلي، داسې څه شواهد نشته چې د هغو خبریالانو د کار کولو مقام ته څېرمه شاوخوا دې کوم پوځي هدف موجود وي. هیومن رایټس واچ زیاته کړې چې دغه حملې، "په ښکاره توګه په غیرپوځي وګړو باندې قصدي حملې وې، کوم چې یو جنګي جرم دی."
اېمنسټي انټرنشنل ډلې هم په دې حملې کتنه کړې او دا نتیجه یې اخېستې چې هغه "احتمالا په غیرپوځیانو باندې یوه نېغ په نېغه حمله وه چې په کار ده د یو جنګي جرم په توګه یې پلټنه وشي."
د منځني ختيځ او شمالي افریقا دپاره د اېمنسټي انټرنشنل سیمه ییز نایب ډایرېکټرې آیه مجذوب په یو بیان کې ویلي: "هغه کسان چې د عصام عبدالله د غیرقانوني وژنې او د شپږو نورو خبریالانو د زخمي کولو ذمه وار دي، په کار ده چې ورنه بازخواست وشي. په کار ده هېڅ صحافي هېڅکله د خپلې دندې پرځای کولو په خاطر په نښه او یا ونه وژل شي. اسرایل باید پرېنښودل شي چې په استثنا سره په خبریالانو حملې وکړي او هغوی ووژني. د دغه مرګونې برید د پلټنې دپاره باید یو آزاد او بېطرفه پلټنې ترسره شي."
Forum