لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: سي ټي ډي د افضل خان لالا په کور برید کې ککړ د تحریک طالبان د مطلوب ترهګر نيولو دعوه کړې


د پاکستان د کراچۍ ښار سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې، د تحریک طالبان انتهايي مطلوبه ترهګر د سوات د مټې علاقې امير یې نيولی او په غټه کچه وسله یې ترې ترلاسه کړې ده.

پوليس دعوه کړې، نيول شوی عزتمند د پلار نوم یې اسفنديار خان، د پخواني وزير افضل خان لالا په کور او يو شمېر نورو حملو کې ککړ وو.

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات وتلی پښتون قام پرست سیاسي مشر او تاریخ پوهه افضل خان لالا چې په خان لالا مشهور وو، د مټې علاقې په بره درشخېله کې یې په کور په کال 2008 طالبانو څو ځله بريدونه کړي وو.

سي ټي ډي دعوه کړې، نيول شوي مطلوب ترهګر عزتمند ويلي، "په خواجه چيک پوسته یې حمله کړې درې پوځيان وژلي، د مټې په پوليس تاڼه یې حمله کړې وسله یې لوټ کړې، د پخواني وزیر افضل خان لالا په کور یې حمله کړې په هغې کې مفرور وو".

د سي ټي ډي په خبر پاڼه کې وړاندې راغلي، "هغه (عزتمند) د اېف سي په کېمپ حمله او قبضه، د کانجو هوايي اډې په حمله او قبضه، په سخره علاقه کې د ځايي خلکو سره نښته چې پکې 15 کسان وژل شوي، په سخره کې فضل الحق کالج په پوځي کېمپ حمله او قبضه، درشخېلې په پوځي چيک پوسته حمله او قبضه، د باغ ډېرې په پوځي چيک پوسته قبضه او ګبين جبه کې د پوځ سره مقابله کې ککړ پاتې شوی دی".

سي ټي ډي ویلي، "د هغه د ولقې نه په غټه کچه وسله او بارودي مواد ترلاسه شوي، او نورې اښتنې پوښتنې ترې روانې دي او د هغه د ملګرو د لټون دپاره چاپې وهل کيږي".

د سي ټي ډي ترمخه په هغه د سوات د مټې تاڼه کې د ترهګرۍ ضد مادې د مقدمې سره يو شمېر نورې مقدمې درج دي او مطلوب وو.

په سوات کې د پاکستان پوځ د کال 2009م د مې په میاشت کې د طالبانو پرضد وروستي عمليات کړي او په دریو مياشتو کې یې سوات د طالبانو نه د پاکولو دعوه کړې وه.

د پوځي عملياتو له امله د سوات نه د لکونو په شمېره کې خلک د سيمې نه وتلی وو.

د پوځي عملياتو وروسته هم په سوات کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې شوي او تېر کال هلته بيا وسله وال ښکاره شوي او ټي ټي پي هلته د بمي چاودنې او نورو کسانو د وژلو زمه وارۍ هم منلې وې.

په سوات کې د تېر کال 2022م د اګست په میاشت کې د خېبرپښتونخوا پوليسو او پوځ منلې وه چې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې وسله وال ليدل شوي وو. او د دغې وروسته په سوات کې د امن دپاره مظاهرې شوې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG