لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلینکن: په جنوبي غزه کې د عامو خلکو د ژغورنې په اړه د اسرایل په اراده او د خلکو په مرګ ژوبله کې توپیر دی


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د غزې په جنوب کې د حماس خلاف د اسرایل د جګړې پر تګلاره کلکې نیوکې کړې او وایي د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه د اسرایلي حکومت د ارادې او د خلکو د مرګ ژوبلې تر منځ توپیر دی.

بلینکن د پنجشنبې- زیارت په ورځ په واشنګټن کې د برتانیې د بهرنیو چارو له وزیر ډېویډ کېمرون سره تر لیدو وروسته یوې خبري غونډې ته وویل:

"تقریباً یوه اوونۍ کېږي چې په جنوب کې له پیل شویو عملیاتو وروسته موږ دلته ولاړ یو، دا ضرور ده چې اسرایل د عامو خلکو خوندیتوب ته اولیت ورکړي، خو د هغوی د ژغورنې د ارادې او د هغو اصل نتایجو تر منځ واټن دی چې موږ یې پر مځکه وینو."

خو اسرایل وايي د حماس وسلواله ډله باید ختمه کړي چې دوې میاشتې مخکې یې پر اسرایل په برید کې تر 1200 زیات خلک وژلي وو او وایي د حماس خلاف یې د پوځي عملیاتو په اړه له خبرتیاوو سره سره تر ممکن حده هڅه کړې چې ملکي خلکو ته زیان ونه رسېږي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د اسرایل له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او د اردن له باچا عبدالله سره جلا جلا په ټیلیفون خبرې کړې دي، سپینې ماڼۍ په دې اړه په خپل بیان کې ویلي:

"بایډن د ملکي وګړو د ژغورنې او له حماس ډلې د عامې ابادۍ د جلا کولو پر سخته اړتیا ټینګار وکړ او دا یې هم وویل چې په خوندي لارو خلکو ته اجازه ورکول شي چې د جګړې له ټاکلیو سیمو ووځي."

یو امریکايي چارواکی وايي د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن پرون د اسرايل د سټرېټیجکو چارو له وزیر ران ډرمر سره خبرې کړې او‌ پر هغه یې فشار راوړی چې غزې ته د بشري مرستو د رسېدو او د فلسطین په خاوره کې د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره نور ډېر کار وکړي.

بلینکن د اسرایل د هغې پرېکړې هرکلی هم کړی دی چې په غزه کې یې د تېلو انتقال کچه پورته کړې ده، ځکه چې اسرایل غزې ته د نورو توکو تر څنګ د تېلو پر انتقال هم کلک بندیز لګولی دی.

که څه هم امریکا د ځان د دفاع په برخه کې له اسرايل سره د هر ډول همکارۍ او مرستې ژمنه کړې ده، خو د ولسمشر جوبایډن حکومت په غزه کې د ولسي مرګ ژوبلې او د خراب بشري حالت په اړه ډېره اندېښنه لري.

په اسرایل باندې د حماس له برید وروسته اینټني بلینکن څلور ځله منځني ختیځ ته تللی او په دې اړه یې له اسرایلي چارواکو سره خبرې کړې دي چې د حماس په ضد جګړه کې عامو خلکو ته زیان ونه رسېږي.

په غزه کې د حماس تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي د اسرایل په بریدونو کې تر دې دمه څه باندې 17000 کسان وژل شوي دي او تر څلوېښت زره زیات ټپیان شوي دي، خو دغه شمېره په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

یوه اوونۍ کېږي چې د اسریل او حماس تر منځ اووه ورځنۍ ډزبندي ختمه شوې ده او له هغه راهیسې د رپوټونو له مخې په غزه کې بیا د اسرایلي ځواکونو په بمبارۍ کې په سلګونو کسان وژل شوي چې اکثر یې عام خلک دي.

ملګرو ملتونو په وار وار بیا غوښتنه کړې چې د عامو خلکو ژوند ته پام وشي او بشري مرستو ته دې لاره ورکړل شي، دغه اداره وایي که ژر بیا دایمي ډزبندي ونه شي نو په غزه کې به عامه نظم په بشپړه توګه مات شي او دا به نړۍ ته هم زیان ولري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG