لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په عراق کې د امریکې پر سفارت د راکټونو برید شوی خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې


په عراق کې د امریکې پر سفارت د راکټونو په وسیله برید شوی خو ودانۍ ته له برسېرن زیان پرته چاته پکې د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی او نه یې تر اوسه کومې ډلې ذمه واري پر غاړه اخیستې ده.

د امریکا سفارت د بغداد په سفارتي سیمه کې دی چې کلک امنیت یې نیول کیږي. په عراق کې د امریکې د سفارت چارواکو دسمبر پر اتمه وویل، د سفارت لور ته یې څو توغندي ور ویشتل شوي دي. یو امریکایي چارواکي په دې اړه ویلي:

"د بغداد د سفارت د ودانۍ په شاوخوا کې د امریکا او اتحادي ځواکونو پر مرکزونو څو راکټي بریدونه شوي دي".

چارواکي وايي په برید کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د عراق سرکاري رسنۍ وايي د دوی یوې امنیتي ودانۍ ته یې زیان اړولی دی. یو عراقي امنیتي چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط منلې چې "درې راکټونه د امریکا د سفارت خواته له ګرین زون [حساسې سیمې] سره نیژدې ولګېدل."

د برید ذمه واري لا تر اوسه کومې ډلې پپر غاړه نه ده اخیستې، خو ګومان کېږي د ایران هغه ملاتړې ډله به یې تر شا وي چې په عراق او شام کې فعاله ده.

امریکا د هغه نړیوال اتحاد مشري کوي چې په عراق او ګاونډي شام کې له جهادي ډلو خصوصاً داعش سره جګړه کوي، او پر ځواکونو یې په وروستیو اونیو کې پرله پسې بریدونه کېږي.

د امریکې سفارت په یوه بیان کې ویلي دا توغندي د جمعې په سهار وختي په ځايي وخت شاوخوا څلور بجې د سفارت د ودانۍ پر لور ویشتل شوي. د سفارت یوه ویاند وویل، "داسې نخښې نښانې دي چې بریدونه د ایران پلوه ملېشو پیل کړې دي".

امریکايي چارواکو د عراق له حکومته د امریکایي او اتحادي پوځونو د پرسونل د خوندیتوب غوښتنه کړې ده. دغه ویاند وویل عراق دې د دوی د پرسونل او اډاڼو د ساتنې لپاره په خپل ټول توان کار وکړي:

"موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې موږ د نړۍ په هر ځای کې د ځان د دفاع او د خپل پرسونل د ساتنې حق لرو."

د اکتوبر له نیمایي راهیسې په عراق او شام کې د امریکې او اتحادي ځواکونو پر ضد ایران پلوه ډلو په لسګونو راکټونه یا ډرون بریدونه کړي دي، خو دا لومړی ځل دی چې د امریکې پر سفارت د راکټونو برید شوی دی او دې برید د سیمه ییزې ناارامۍ او د پراخې جګړې وېره پیدا کړې ده.

شاوخوا 2,500 امريکايي پوځيان په عراق او تقریباً 900 په شام کې مېشت دي چې د داعش ډلې د بيا را ژوندي کېدو د مخنيوي هڅه کوي.

تېره اوونۍ د اسرایل او ایران پلوه حماس ترمنځ په جګړه کې د اوه ورځنۍ وقفې له پای ته رسیدو وروسته ایران پلوه ډلو د امریکې او اتحادي ځواکونو خلاف خپل بریدونه بیا پیل کړل او د امریکا د اسرایلي ملاتړ له کبله یې خپل اقدامات پر ځای وبلل.

یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز او اې پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG