لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نومیالی فلسطینی شاعر رفعت العرعیر له ورور، خور او د خور له اولادونو سره په هوایي برید کې وژل شوي


د اسرایل او حماس په روانه جګړه کې د غزې مشهور شاعر او ادیب پروفیسر رفعت العرعیر هم د خپلې کورنۍ له څو غړو سره د اسرایلي ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوی دی.

د العرعیر خسر رسنیو ته ویلي، چې د شورو- چارشنبې په ورځ اسرایلي ځواکونو د هغه د ورور پر کور هوایي برید کړی چې وایي خپله رفعت، د هغه ورور، خور او د خور څلور اولادونه پکې وژل شوي دي.

پروفیسر رفعت العرعیر له 2007م کال راهیسې د غزې په اسلامک پوهنتون کې د انګرېزي ادبیاتو استاد وو.

پر دې پوهنتون اسرایلي ځواکونو د اکتوبر په یوولسمه برید کړی وو او تور یې پورې کړی وو چې دا پوهنتون په غزه کې "د حماس ډلې د عملیاتي، سیاسي او پوځي چارو مهم مرکز وو".

العرعیر کتابونه هم لیکلي وو او په شاعرۍ کې یې په فلسطین کې له اوږدو کلونو راهیسې روان حالات انځور کړي دي.

هغه د «غزه اَنسایلنسډ [غزه غلې نه ده]» په نوم د یوې مجلې چلوونکی هم وو او د فلسطیني لیکوالو لپاره یو تنظیم هم جوړ کړی وو.

دې 44 کلن فلسطیني شاعر او ادیب د اکتوبر پر اوومه په اسرایل باندې د حماس تر برید وروسته له بي بي سي سره په یوه مرکه کې دا برید "جایز او اخلاقي" بللی وو او د دې دې څرګندونو توند غبرګون را پارولی وو.

د العرعیر پر مړینه د فلسطین خلکو شدید خفګان ښکاره کړی او ډېرو عرب شاعرانو د هغه د انګرېزي ژبې شعرونه پر ټولنیزو رسنیو پوسټ کړي‌ دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG