واشنګټن – اسرایلي ځواکونو او د حماس جنګیالیو د ګل یا دوشنبې په ورځ د غزې پټۍ په جنوبي برخه خان یونس او شاخوا سیمو کې درنه جګړه کړې او په شمال کې په غزه ښار کې هم جګړه روانه وه.
ملګروملتونو ویلي، له مصر سره نېږدې د رفعه سیمې پرته نور په غزه کې د مرستو د وېش بهیر تر ډېره درېدلی، او په لویو لارو درنو جګړو او بندیزونو د بشری عملیاتو مخه نیولې.
په غزه کې د روانې جګړې له امله ۱.۹ میلیونه خلک بې ځایه شوي دي، چې اکثره یې جنوبي برخو ته تللي، چېرې چې زیاته ګڼه ګوڼه ده، د پاکوالي حالات پکې سم نه دي او د ساري ناروغیو د خپرېدو ګواښ دی.
ملګروملتونو ویلي، په لسګونو زره خلک په تېره اونۍ کې رفعه ته رسېدلي.
په ورته وخت کې اسرایلو په جنوب کې د غزې په دوهم ستر ښار خان یونس کې د حماس جنګیالیو پرضد خپل عملیات پراخ کړي.
امریکا د یکشنبې یا اتوار په ورځ ویلي، چې اسرایل په خپلو هغو اعلان کړو موخو کې پاتې راغلي چې څومره چې امکان ولري ملکيان به ژغوري.
ټاکل شوې ده چې د ملګروملتونو عمومي اسامبلۍ به په یوې بیړنۍ غونډه کې د نهې یا سې شنبې په ورځ په غزه کې د سمدستي اوربند په مسوده باندې رایه واچوي.
اسرایلو وروسته له هاغې چې حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ ژمنه وکړه چې حماس به له منځه وړي.
حماس په هاغه برید کې ۱۲۰۰ کسان وژلي او ۲۴۰ نور تښتولي وو چې ۱۴۰ تنه یې تر اوسه هم په غزه کې له هغوی سره بندیان دي.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د تېرو اوو اونیو راهیسې د اسرایلو په عملیاتو کې تر اوسه پورې نېږدې ۱۸۰۰۰ کسان وژل شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګبریاسس د اتوار یا یکشنبې په ورځ د غزې روغتیايي حالت یو "بحران" ګڼلی او زیاته کړې ده چې بېرته ښه کېدل به یې نېږدې ناممکن وي.
د مصطفی برغوتي په نامه یو فلسطینۍ سیاستوال چې د فلسطین د طبي مرستو د کمېټې مشري کوي وايي، "نیمه غزه اوس له ولږې سره مخ ده."
هغه وویل، ۳۵۰۰۰۰ کسان دا مهال مکروبي ناروغۍ لري چې ۱۱۵۰۰۰ یې د تنفسي سیستم ناروغۍ دي.
هغه زیاتوي، دوی ګرمې جامې، شړۍ او له باران څخه د ځان ساتلو لپاره څه نه لري.
له لېبنان سره په پوله د اسرایلو او حزب الله ترمنځ جګړه شوې.
د لیبنان حزب الله په اسرایلو باندې له چاودېدونکو توکو ډک ډرونونه او درانه توغندي ویشتي.
اسرایلو بیا د لېبنان په جنوبي برخو کې په ګڼو ښارونو او کلیو باندې هوايي بمبارۍ کړې دي.
اسرایل او ایران پلوی حزب الله په غزه کې د جګړې د پیل راهیسې په یو او بل بریدونه کوي چې دا د ۲۰۰۶ کال د شخړې راهیسې تر ټولو سخت بریدونه دي.
خو تاوتریخوالی تر ډېره بریده سرحدي سیمې پورې محدود دی.
یو سیمیز چارواکي علي حجازي ویلي، چې په ایتارون ښار باندې د اسرایلو په یو هوايي برید کې پنځه کورونه ویجاړ شوي او ګنو نورو ته زیان رسېدلی.
ده رویټرز ته ویلي، چې په دغه برید کې درې ښځې او دوه سړي ژوبل شوي هم دي.
د اسرایلو پوځ په دې اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
Forum