واشنګټن – د بي بي سي د یو راپور له مخې، افغان ځانګړي ځواکونه چې د برتانیې لخوا روزل شوي او پیسې پرې لګول شوي او په افغانستان کې یې له برتانوي پوځیانو سره څنګ په څنګ کار کړی دا مهال له پاکستان څخه د وېستل کېدو له امکان سره مخ دي.
راپور لیکي، دغه ۲۰۰ ځانګړي افغان پوځیان افغانستان ته له ستنېدو سره کېدای شي د طالبانو له غچ اخېستلو سره مخ شي.
پاکستان وايي، دوی تیار دي چې ټول هغه افغانان له خپل هېواد څخه وباسي څوک چې د اوسېدو قانوني اسناد و نه لري.
جنرال رېچارډ بېرون د بي بي سي نیوز نایټ خپرونې ته ویلي، د هغو افغانانو په ویستلو کې ناکامي چې په افغانستان کې یې له برتانیې سره کار کړی، "بې احترامي او شرم" دی.
هغه وایي، "دا ناکامي دا څرګندوي چې مونږ د یو هېواد په توګه دوه مخي یا نا اهله یو چې دا یو یې هم د منلو نه دی."
له دې سربېره ۳۲ پخواني سیاستوال هم نن سبا په پاکستان کې دي چاچې له برتانیې او امریکا سره کار کړی وو او اوس ورته په بهر کې د اوسېدو یا سفر کولو مناسب اسناد نه دې ورکړل شوي.
د سیاستوالو او پوځیانو دواړو ډلو اکثرو غړو د افغانانو د بې ځایه کېدو او مرستې له پروګرام سره په برتانیه کې د اوسېدو لپاره خپل اسناد جمع کړي دي.
خو بی بي سي راپور ورکړی چې اکثره یې رد شوي او پاتې یې د تېر یوه کاله څخه زیات وخت راهیسې د خپل برخلیک په تمه دي.
Forum