د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د امریکا د پوځي ملاتړ ترلاسه کولو دپاره د ګل/دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې یوه جذباتي وینا وکړه او خبرداری یې ورکړ چې که د روس د یرغل خلاف جګړه کې د هغه ملک ناکامه شي، نو دا به په یورپ کې د جمهوریت د تباهۍ په اړه د روس "خوبونه" رېښتیا کړي.
صدر زېلنسکي چې په نېشنل ډېفنس يونیورسېټي کې یو شمېر امریکایي افسرانو ته خبرې کولې، وویل چې اوکراین صرف د خپل موجودیت د دفاع دپاره نه، بلکې د هغو آزادیو دپاره جنګیږي چې د پخواني شوروي اتحاد د ړنګېدو نه پس په یورپ کې خورې شولې.
د امریکا په کانګرس کې رېپبلېکنانو د اوکراین جګړې دپاره د امریکا د امداد په خلاف اودرېدلي، او زېلنسکي د هغو دې کړنې ته په اشارې سره وویل چې سیاستمدارانو ته "سپاهیان دوکه کول" ندي په کار. زېلنسکي دا هم وویل چې د روس صدر ولاډیمیر پوټین د اوکراین سره د امریکا د مرستو په ختمېدو ډېر خوشحاله کیږي.
زېلنسکي وویل: "که چېرته د امریکا کانګرس کې په غیرحل شده مسائلو باندې یو کس خوشحاله کیږي، هغه صرف پوټین او د هغه مریضه ډله ده. کله چې هغوی تاخیر ګوري، نو خوبونه یې رېښتیا کیږي."
د اوکراین د صدر وېنا وه چې، "تاسو په اوکراین حساب کولی شئ، او مونږ همدومره امید لرو چې وکړی شو په تاسو باندې حساب وکړو. پوټین ته بایلودل په کار دي."
زېلنکسي، چې خپل همېشنی پوځي سټایل شین رنګه کمیس یې اغوستی و او ورباندې لیکل شوي و چې «زه اوکراینی یم»، په دې هفته کې په ارجنټین کې یو لړ سفارتکاري هلې ځلې وکړې او بیا یې واشنګټن ته پرواز وکړ.
توقع ده چې هغه به د نهې/سې شنبې په ورځ د صدر جو بایډن او د دواړو ګوندونو پورې متعلق د کانګرس د مشرانو سره ملاقاتونه وکړي چې په هغه کې د اېوان نمایندګان سپیکر مایک جانسن هم شامل دی.
د وایټ هاوس د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان جان کربي وویل، زېلنسکي په "یو ډېر اهم وخت کې" واشنګټن ته راغلی او صدر بایډن به دا په واضحه ټکو کې څرګنده کړي چې اوکراین ته د ضروري مرستو د رسولو دپاره پخپلې وعدې "کلک ولاړ" دی.
صدر زېلنسکي به امریکا ته پخپلې روانې دورې کې د نړېوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) او د ورلډ بنک د مشرانو سره هم وګوري. د جګړې په لمبو کې ګېر اوکراین له اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی، او زېلنسکي غواړي د ملک اقتصاد بېرته په پښو اودروي.
د اوکراین په اړه د رېپبلېکنانو غوصه
د اوکراین پراخې سیمې په جنګ کې تباه شوې او په میلینونه وګړي بې کوره شوي دي. د دې خونړۍ جګړې په لړ کې، د اوکراین عسکر تر ډېره زیاته اندازه د امریکا په مشرۍ د یوې ډلې ملکونو د اتحاد په مرستو فعاله پاته دي، او دا ملکونه اوکراین ته د بیلینونو ډالرو په قیمت ګوله بارود، وسلې او اقتصادي او ټولنیزې مرستې ورکوي.
اوس د دغو امریکایي مرستو لړۍ په ختمېدو ښکاري، کوم چې بایډن یې د ډېموکرېټیکې نړۍ او د پوټین د جارحانه آمریت ترمنځ د یوې وجودي جګړې برخه بولي.
رېپبلېکن سنېټرانو تېره هفته د وایټ هاوس لخوا هغه پېش کړی شوی پلان رد کړ چې په کې ۱۰۶ بلینه ډالر د بېړنیو مرستو دپاره غوښتل شوې وې او په بنیادي توګه دا امداد اوکراین او اسرایل دپاره پام کې نیول شوی و.
قدامت پسنده رېپبلېکنان وایي، که چېرته ډېموکرېټانو او وایټ هاوس په امریکا کې د کډوالو په قانون کې د اصلاحاتو او مکسیکو سره د سرحدي امنیت په برخو کې دوی سره اتفاق ونکړي، نو دوی به د نږدې بهرنیو اتحادیانو دپاره دغه امداد او مرستې هم منظورې نکړي.
د دې ترڅنګ، د ۲۰۲۴ کال د صدارتي انتخاباتو دپاره کاندید ډانلډ ټرمپ په مشرۍ سخت دریځه رېپبلېکنان ورځ تر بلې د اوکراین د مقاصدو په خلاف ګرځي.
د ټرمپ یو نږدې ملاتړي، سنېټر جې ډي وېنس د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل: "د امریکا بهترین مفادات په دې کې دي چې قبوله کړي چې اوکراین به د خپلې خاورې ځیني برخې روسانو ته ورپرېږدي، او مونږ ته په کار ده چې جګړه پای ته ورسوو."
هغه د وایټ هاوس دا خبردارۍ هم "مضحکه خیزې" وبللې چې ګني په اوکراین کې د روسانو کامیابه کېدل به د نېټو د غړو په شمول د ختیځ یورپ نور ملکونه په خطره کې واچوي.
سنېټر وېنس وویل چې اوکراین دپاره "سپین چېک" ورکول ندي په کار، "دا باید واضحه ووایئ چې مقصد مو څه دی. ۶۱ بلینه ډالر به څه ترلاسه کړی شي چې تر اوسه ۱۰۰ بلینه ډالرو هغه ندي ترلاسه کړي؟"
Forum