لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل د دفاع وزیر ویلي غزې کې جګړه تر څو اوونیو، خو پوځي فعالیتونه بیا تر میاشتو دوام کولی شي


ISRAEL-/GAZA
ISRAEL-/GAZA

د اسرایل د دفاع وزیر د ګل/دوشنبې په ورځ په غزې تړانګه کې د اسرایل د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو لپاره د نړیوالو غوښتنې رد کړې او ویلي یې دي چې د حماس د وسله والې ډلې پر ضد د عملیاتو اوسنی پړاو به وخت ونیسي.

یو او ګیلینټ چې د اسرایل د درې کسیزه جنګي کابینې غړی دی، د اسرایل د دوو میاشتو په جګړه ییز مهم کې په پراخه کچه په شوؤ زیانونو اؤ د عامو وګړو په وژنو سېوا کېدو د نیوکو لړۍ پرله پسې نظر انداز کړې ده.

ایسوسي ایټډ پریس سره مرکه کې ګیلنټ د یو ټاکلي مهلت له ژمنې ورکولو ډډه وکړه خو هغه اشاره وکړه چې موجوده پړاؤ چې د هوایي طاقت ترڅنګ پکې ځمکنۍ جګړه هم شامل ده، څو اوونۍ وخت نیولی شي اؤ پوځي فعالیتونه بیا تر میاشتو دوام موندلی شي.

هغه وويل "موږ د خپل ځان دفاع کوو. زه د اسرائيلو د راتلونکي لپاره مبارزه کووم."

ګیلنټ وویل، "راتلونکی پړاو به د هغو محدودو سیمو په وړاندې د ټیټ شدت جګړه وي چیرې چې مقاومت شتون لري، او اسراییلي سرتیرو ته به اجازه ورکړل شي چې په آزاده توګه عملیات وکړي." هغه وویل "دا به یوه نښه وي چې بل پړاو پیل شوی دی"

د اسرایل دفاع وزیر یوواو ګېلېنټ
د اسرایل دفاع وزیر یوواو ګېلېنټ

د ملګرو ملتونو عمومي سکتر اؤ یو شمیر عربي هیوادونو د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده خو امریکې په اسرایل ټینګار کړی دی چې باید د عامو خلکو وژنې راکمې کړي خو ددې ترڅنګ امریکا د اسرایل کوټلې سفارتي اؤ پوځي مرستې هم کوي.

اسرایل دا مهم د اکتوبر په اوومه د حماس وسله والو لخوا د خپلې جنوبي پولې په اوږدو کې د هغه ناساپي برید وروسته پیل کړی چې شاوخوا 1,200 کسان پکې وژل شوي او شاوخوا 240 نور پکې یرغمال کړی شوي وؤ.

د حماس تر کنټرول لاندې سیمه کې د روغتیايي چارواکو په وینا، د دوو میاشتو هوايي بریدونو او د خونړیو ځمکنیو عملیاتو په پایله کې تر 17000 زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

روغتیايي چارواکو دا نه دي ویلي چې په دوي کې څومره څومره شمیره د جنګیالو ده اؤ څومره پکې عام خلک دي خو وايي چې وژل شویو کې په دریوؤ کې دوه برخې ښځې او ماشومان دي.

د غزې په هسپتالونو کې د مړو او زخمیانو دپاره پوره ځای او طبي سهولیات نشته
د غزې په هسپتالونو کې د مړو او زخمیانو دپاره پوره ځای او طبي سهولیات نشته

په سیمه کې د2.3 میلیونو وګړو څخه 85 سلنه یې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

ګیلنټ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې اسرایلي ځواکونو تیره اوونۍ د جنوبي ښار خان یونس په شاوخوا کې د اورپکو پرضد د بریدونو یوه نوې لړۍ پیل کړې ده.

د غزې ښار په ځېنو برخو اؤ د شمالي غزې په جبلیه پناه ګزین کمپ کې تر اوسه نښتې روانې اؤ دغلته زیاتره سیمې د خاورو په ډيري بدلې شوې ، په زرګونو وګړي اوس هم د جګړو له امله په دغو ښارونو کې بند پاتې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي د سه شنبې په ورځ بیړنۍ غونډه کوي ترڅو په غزه کې د سمدستي بشري اوربند په اړه یو قرارداد منظور کړي.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصوري اسوسي ایټیډ پریس ته وویل چې دا قرارداد د امنیت شورا د هغه قرارداد سره ورته دی چې د جمعې په ورځ د امریکا له خوا ویټو شوی ؤ.

(د دې راپور مواد د ای پي څخه اخیستل شوي دي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG