لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان: د امنيتي ځواکونو په کېمپ بريد  شوی، ګڼه مرګ ژوبله اوښتې


د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلع کې د امنیتي ځواکونو په يو عارضي کېمپ (ودانۍ) بريد کې لږ تر لږه د لسو امنیتي عسکرو د وژل کېدو او د 25 پورې نورو ژوبلېدو خبر ورکړل شوی دی. دغه خبر وي او اې ورکړی دی.

د ډېره اسماعيل خان پوليس مشر (ډي پي او) بابر قېصراني وي او اې ډیوه ته ويلي، تېره شپه خواوشا په درې نيمې بجې دوی ته خبر ترلاسه شوی چې د امنيتي ځواکونو په عارضي کېمپ حمله وشوه، د هغې وروسته پوليس او نوره نفري علاقې ته رسېدلې او علاقه کې په ګېره کې اخستې ده.

هغه وویل، په بريد کې د وژل شوو او ژوبلو کره شمېره نه ده معلومه خو مړي او ژوبل په ډېره اسماعيل خان کې پوځي روغتون ته وړل شوي دي

لومړی خبر ورکړل شوی وو چې بريد د ډېره اسماعیل خان په درابڼ پوليس تاڼه شوی دی.

د پاکستان پوځ په رسمي ډول د دغه بريد په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویلي، خو د ډېره اسماعيل خان پولیس او انتظاميې بريد تاييد کړی چې تېره شپه (د 11م او 12م دسمبر په مينځنۍ شپه کې) وسله والو د بارودو ډک ګاډی د امنیتي ځواکونو د کېمپ نه تمبولی او چاودنه یې کړې ده.

وروسته بیا ځینې امنیتي سرچینو وی او اې ډيوه ته ویلي، د چاودنې وروسته د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د څو ساعتونو پورې د ډزو تبادله هم شوې ده.

د رپورټونو ترمخه، د تحريک جهاد پاکستان په نوم ډلې د بريد ذمه واري منلې ده.

د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 هم ويلي، د درابڼ تاڼې سره جوخت په ديوال ودانۍ دغه بريد شوی، مړي او ژوبل دوی منتقل کړي خو نور تفصيل یې نه دی شريک کړی.

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعو ډېره اسماعيل خان، ټانک، لکي مروت او خواوشا سيمو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

دغلته په امنیتي ځواکونو د زیاترو بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان مني.

اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز (پيکس) ويلي، پاکستان کې د نومبر په میاشت کې د رياست مخالفه تشدد پېښې 34 فيصده سېوا شوي، په 63 وسله والو بريدونو کې د 37 امنيتي اهلکارو او 33 ملکي وګړو په ګډون 83 تنه وژل شوي دي.

پيکس د نومبر د میاشتې په حواله خپور کړي تازه رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د نومبر نه وړاندې دوه میاشتې وسله وال فعاليتونه کم وو خو د نومبر په میاشت کې بيا سېوا شوي دي.

د پيکس په رپورټ کې ويل شوي د ناامنۍ په پېښو کې خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې ده.

د پيکس د رپورټ ترمخه، د نومبر په میاشت کې په ملک کې په ترسره شوو 63 وسله والو بريدونو کې د 37 امنیتي اهلکارو او 33 ملکي وګړو په ګډون ټول 83 کسان وژل شوي او د 53 ملکي وګړو او 36 امنيتي اهلکارو په ګډون 89 کسان ژوبل شوي وو.

ويل شوي، د امنیتي ځواکونو په عملياتو کې لږ تر لږه 59 وسله وال وژل شوي او 18 مشکوک وسله وال نيول شوي دي.

په رپورټ کې زياته کړی شوې، د 2022م کال د لومړو 11 مياشتو په مقابله کې د روان کال 2023م په لومړو 11 میاشتو کې په 599 وسله والو بريدونو کې 897 کسان وژل شوي او 1241 ژوبل شوي دي.

د پيکس د رپورټ ترمخه، خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو اغېرمنه پاتې شوې، په 51 بريدونو کې 54 کسان وژل شوي او 81 نور ژوبل شوي دي، په قبايلي ضلعو کې په 20 بريدونو کې 23 کسان وژل شوي او 13 نور ژوبل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG