نړیوالې مرسته کوونکې ادارې وایي په محاصره شوې غزه پټۍ کې لوږه خطرناک حالت ته رسېدلې، دې ته پام سره ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې په انساني بنیادونو له دوو میاشتو د اسرایل او حماس د روانې جګړې د سمدستي ډزبندۍ په اړه رایه واچوي.
د تېرې جمعې په ورځ چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ډزبندۍ په اړه قرارداد امریکا ویټو کړ، له هغه را وروسته بیا په غزه کې د اسرایلي ځواکونو په بمبارۍ کې په سلګونو کسان وژل شوي او نړیوالې ادارې وایي هلته نیمه ابادي له لوږې مري.
تمه څرګندېږي چې د جګړې د درولو لپاره د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د عرب او نورو اسلامي هېوادونو له خوا وړاندې کېدونکی قرارداد منظور شي، دې قرارداد ته په داسې وخت رایې ورکول کېږي چې له غزې پټۍ په لکونو بې کوره شوي خلک له انساني بحران سره مخ دي.
امکان څرګندېږي چې د عمومي اسمبلۍ 193 غړي به نن د نهې- سه شنبې په ورځ د قرارداد مسوده په اکثریت رایو منظوره کړي او دا مسوده به هم هغې ته ورته وي چې تېره اوونۍ د امنیت شورا په 15 غړو کې امریکا ویټو یا رد کړه.
که څه هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ قراردادونو د عمل پابند نه دي، خو له سیاسي پلوه ډېر ارزښت لري او د نړیوالو نظر څرګندوي.
ځینې سفارتکاران او څارونکي په دې نظر دي چې دغه نن د دسمبر د دوولسمې قرارداد ته د رایو ورکولو به تر هغه غوښتنې زیات ملاتړ وشي چې د عمومي اسمبلۍ د اکتوبر په غونډه کې په غزه کې د سمدستي او دایمي ډزبندۍ لپاره شوې وه.
په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور د یکشنبې- اتوار په ورځ اسوسیېټډ پریس ته ویلي، په امنیت شورا کې چې کوم قرارداد امریکا ویټو کړی هغه 103 هېوادونو تایید کړی وو، وایي هیله لري د عمومي اسمبلۍ د قرارداد لپاره لا زیات ملاتړي او رایې ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د اکتوبر پر 27مه هم په لوی اکثریت منظور شوي قرارداد کې د اسرایل او حماس په جګړه کې د انساني خېرښېګړې په بنیاد د سمدستي ډزبندۍ، ملکي کسانو ته د تحفظ او غزې ته د لاسرسي غوښتنه کړې وه، خو اسرایل او امریکې د هغه قرارداد مخالفت کړی وو.
هغه قرارداد اردن د نورو عرب ملکونو په نمایندګۍ وړاندې کړی وو چې په حق کې یې 120 ملکونو ووټونه ورکړي وو او 45 ملکونو په رایو کې برخه نه وه اخیستې.
له څلور ځله ناکامۍ وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نومبر پر 15مه وتوانېده او د اسرایل او حماس د جګړې په اړه یې یو قرارداد منظور کړ، په هغه کې یې غوښتنه کړې وه چې په غزه کې دې خصوصاً د ماشومانو د ژغورنې لپاره "اوږدمهالې بشردوستانه وقفې" وشي، خو اسرایل یې غوښتنه سمدستي رد کړې وه.
د اسرایلو د دفاع وزیر یواو ګېلینت د دوشنبې- ګل په ورځ وویل، اسرایل په غزه پټۍ کې د دایمي پاتېدو اراده نه لري، خو وایي، "اسرایل به د حماس د ختمولو لپاره هر ډول اقدام وکړي، موږ یواځې د خپل امن او له غزې سره پر پوله د خپلو خلکو امنیت ته پام کوو."
ګېلینټ د جګړې د ختمېدو لپاره هیڅ ټاکلی وخت ونه ښود او ویې ویل د اسرایل پوځي عملیات کېدای شي تر میاشتو پورې دوام وکړي.
یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum