پاکستان د خېبر پښتونخوا ډيره اسماعیل خان سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پوسته شوي په شوي ځانمرګي برید په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت ته سخت احتجاج کړی اؤ په اسلام اباد کې په افغان سفارت کې ناست د طالبانو استازی یې احظار کړی دی .
پاکستان د طالبانو په حکومت یو وارې بیا ټینګار کړی چې دافغانستان په خاوره میشت د ټي ټي پي مشران باید ونیسي اؤ اسلام اباد ته یې وسپاري.
د پاکستان د خارجه دفتر د بیان له مخې د بهرنیو چارو سکتر پرون د نهې په ورځ په اسلام اباد کې په افغان سفارت کې ناست د افغان طالبانو د حکومت استازی د بهرنیو چارو وزارت ته رابللی اؤ ډیره اسماعیل خان تېره ورځ د ترهګرۍ په شوې پېښه یې ورته سخت احتجاج کړی دی.
د دوشنبې اؤ سه شنبې په منځ شپه کې د شوي دغه ترهګریز بریډ پړه د تحریک جهاد پاکستان په نوم دپاکستاني طالبانو یوې ډلې قبوله کړې ده اؤ دپاکستان پوځ منلې ده چې په دې برید کې لږ تر لږه 23 عسکر وژل شوي دي.
بیان کې ویل شوي، د طالبانو د حکومت استازي ته ویل شوي چې هغه باید په سمدستي توګه دخپل هیواد حکومت د پاکستان د اندېښنو نه خبر کړي او اوسني برید کې د ککړو کسانو پرضد دې د پلټنو بشپړولو نه وروسته سخت ګامونه واخلي.
د پاکستان له لوري د افغان طالبانو په حکومت ټینګار شوی چې هغوي باید د ترهګرۍ ددې پېښې په ولسي کچه غندنه وکړي اؤ د ټولو ترهګرو ډلو، دهغوي د مشرانو اؤ پټنځایونو پر ضد ې سمدستي کارروایۍ وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو سکتر وغوښتل چې دافغان طالبانو لنډ مهاله حکومت باید په دې برید کې ککړ د ټي ټي پي مشران ونیسي اؤ پاکستان ته دې یې وسپاري .
اسلام اباد ټینګار کړی چې کابل باید باوري کړي چې دافغانستان خاوره د پاکستان پرضد ونه کارول شي.
دپاکستان پوځ د نهې/ سه شنبې په ورځ ويلي، د ډېره اسماعیل خان په درازنده، کلاچي او درابڼ سيمو کې عمليات شوي، د وسله والو سره نښته شوې ده. د پوځي چيک پوستې سره د بارودو ډک ګاډی ټکر کړی شوی او ځانمرګي بريد کې 23 پوځيان وژل شوي دي.
پوځ ویلي، په درازنده سيمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس د ترهګرو پرضد عمليات هم شوي چې پکې د ترهګرو ځالې تباه کړی شوي او 17 ترهګر وژل شوي دي.
د پوځ ترمخه نور عمليات د کلاچۍ په علاقه کې شوي، هلته هم څلور ترهګر او په نښته کې دوه پوځيان هم وژل شوي دي.
د پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د اوړمې شپې د ځانمرګي برید او پوځ ته د رسېدونکي زيان او مرګ ژوبلې دا پېښې په داسې وخت کې مخې ته راغلې دي چې د پاکستان دننه د عامو ټاکنو تیارۍ روانې دي اؤ د پوځ مشر جنرل عاصم منیر واشنګټن ته په خپل لومړی سفر دی.
الیکشن کمیشن په اتمه فرورۍ ګرد هیواد کې د عامو ټاکنو اعلان کړی دی خو څېړونکي وایي څومره چې عامو انتخاباتو ته وخت رانزدې کیږي دومره پاکستان کې د ترهګرو ډلو لخوا ترهګریز بریدونه چټک کیږي چې د عامو ټاکنو وجود یې په خطر کې اچولی دی.
پوځ ویلي، په سيمه کې د هر ډول ترهګرو د ختمولو دپاره د پاکۍ عمليات روان دي، "د پاکستان امنيتي ځواکونه د ملک څخه ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او قربانۍ یې حوصلې نورې لوړوي".
د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې د پاکستان په پوځ دغه بريد په امنیتي ځواکونو يو د غټو بريدونو څخه شمارل کيږي.
له دې وړاندې د نومبر په میاشت کې د نومبر په درېمه د بلوچستان ساحلي سیمې ګوادر کې په پوځ يو وسله وال بريد شوی، 14 پوځيان پکې وژل شوي وو.
هم د روان کال په 31م اګست د خېبرپښتونخوا د بنو په جاني خېلو کې د پوځ په قافله ځانمرګی برید شوی، نهه پوځيان پکې وژل شوي وو.
له دغې وړاندې په 22م اګست د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو سره په نښته کې د شپږو پوځيانو وژنه تاييد کړې او د څلورو ترهګرو وژلو دعوه یې کړې وه.
د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په امنیتي ځواکونو د زياترو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون خوښې ډلې مني.
پاکستاني چارواکي پرله پسې تورونه لګوي چې وسله والې ډلې دافغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاروي خو افغان طالب چارواکي بیا د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي پاکستان دې خپلې ناکامۍ د هغوي غاړې ته نه اچوي
Forum