د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غزه کې د سمدستي بشري اوربند په اړه یو غیر پابند (Non binding) قرارداد منظور کړی دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۱۹۳ کسیز پارلیمان کې ۱۵۳ غړو د دغه قرارداد په حق کې رایه ورکړې، د امریکا او اسرایل په ګډون ۱۰ هېوادونو دقرارداد مخالفت کړی او ۲۳ هېوادونه د رایې اچونې له بهیر څخه بهر پاتې شوي.
د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د غزې په تړانګه کې د اوربند په اړه د قرارداد پر ضد رایه ورکوونکو کې د امریکې اؤ اسرایل ترڅنګ دچیک جمهوریت، اسټریا، ګوټی مالا، پیراګوئی،پاپوا نیوګیني،لایبریا، مایکرونیشیا اؤ نؤرو په څېر هیوادونه شامل دي
د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې دغه قرارداد د امنيت په شورا کې د اوربند په اړه د متحده عرب اماراتو د وړانديز شوي قرارداد له ناکامېدو وروسته منظور شوی دی.
که څه هم په غزه کې د غزې د روغتیار وزارت د شمیرو له مخې د اسرایل په کارروایو کې د وژل شوؤ فلسطینیانو شمېر له ۱۸ زرو څخه اوښتی دی، خو د حماس په له منځه وړلو کې امریکا د اسرایل ډاګیز ملاتړ کوي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په سپینه ماڼۍ کې د یوې دستورې په مهال د اسرایل د ملاتړ د دوام هوډ څرګند کړی او ویلي یې دي د حماس د له منځه وړلو پورې به د اسرایل سره نظامي مرستې دوامداره ساتي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر ویلي، هغه اوربند به چې په غزه کې د حماس مشران ژوندي پریږدي د منلو وړ نه وي.
هغه ویلي ،موږ باور لرو چې د حماس د مشرتابه چې د اووم اکتوبر حملې یې پلان کړې وې،د له منځه وړلو یوازینۍ حل لاره نظامي حل دی، خو په ټوله کې د اسرایل او فلسطین ترمنځ پراخه شخړه باید له پوځي لارې هواره نه شي.
له بلې خوا د بې سرحده ډاکټرانو په نامه د ډاکټرانو نړیوال سازمان د غزې د روغتونونو وضعیت د اسرایل له بریدونو څخه راپدیخوا د لومړۍ نړیوالې جګړې په څېر بللی دی.
د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په یوه بیان کې ویلي چې د غزې په شمال کې د کمال عدوان روغتون وضعیت خورا کړکېچن دی او د الشفاء روغتون په څېر ناورین په نورو روغتونونو کې هم رامنځته شوی دی.
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې ویلي، چې په غزه کې طبي کارکوونکي د لومړۍ نړیوالې جګړې په څېر وضعیت کې کار کوي، ناروغان او ټپیان د ځمکې پر سر په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي، د ځای او درملو د نشتوالي له امله ناروغان بې له دې چې علاج یې وشي، رخصتېږي.
په اووم اکتوبر د وسله والې ډأې حماس لخوا په اسرایل شوي برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وؤ اؤ د حماس وسله والو خواشا ۲۴۰ بهرنیان اؤ اسرایلیان د ځان سره ترغمال کړي وؤ چې له هغې وروسته اسرایل ویلي د حماس تر ختمولو به په غزه کې جګړه پرمخ وړي
Forum