لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پر پوځ د روان کال تر ټولو خونړی برید، پېښې د درابڼ اوسېدونکي اندېښمن کړي دي


په مانسهره کې خپلوانو او پوځیانو د درابڼ په پېښه کې د یوه وژل شوي پوځي تابوت اخیستی دی.
په مانسهره کې خپلوانو او پوځیانو د درابڼ په پېښه کې د یوه وژل شوي پوځي تابوت اخیستی دی.

د ډېره اسماعیل خان په درابڼ سیمه کې تېره ورځ د چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو تر څنګ د ځایي خلکو کورونو او دوکانونو ته هم زیان رسېدلی دی. د سیمې خلک د امنیت د خونديتوب غوښتنه کوي.

دغه پېښه په داسې وخت شوې چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په لومړي رسمي سفر واشنګټن ته تللی او ټاکل شوې چې هلته به له اعلی امریکایي پوځي او نورو چارواکو سره ویني او پر بېلابېلو موضوعاتو به ورسره خبرې کوي.

درابڼ یوه وړه سیمه ده چې د ډېره اسماعیل خان ښار جنوب لوېدیځ لور ته د شاوخوا 63 کیلومیټره یا 40 میله په فاصله پرته ده او اکثر اوسېدونکي یې پښتانه دي.

د دسمبر د 12مې سهار تر سپېدو مخکې شاوخوا درې بجې په دې سیمه کې د پاکستاني په پوځي عسکرو برید شوی وو چې د پوځ په وینا 23 پوځیان پکې وژل شوي او نیزدې 40 ژوبل شوي وو. د پاکستان پوځ ویلي امنیتي ځواکونو شپږ وسله وال هم وژلي دي.

د پاکستان پوځ دغه د پېښې ځای امنیتي پوسته ښوولې وه او په پاکستاني مېډیا کې د پولیسو تاڼه ښودل شوې وه خو ځایي خلک وايي دا د سکول ودانۍ وه او پوځي خپل مرکز ترې جوړ کړی وو.

له دې خونړي برید وروسته د پوځیانو سوځېدلې بسترې، بوټونه او جامې نن د دسمبر په 13مه هم د سکول په هغه هال کې پاتې دي چې په پېښه کې وژل شوي پوځیان پکې مېشت وو. دغه ودانۍ د کوڅو او کورونو په منځ کې ده.

د درابڼ اوسېدونکی جمعه خان د پېښې په اړه وي او اې ډیوه ته وویل، "دا قیامت خېزه لمحه وه چې په نیمه شپه زورداره چاودنه وشوه، هر کس دا فکر کولو چې د دوی په کورونو کې چاودنه شوې او د بیا ډزو ږغ اورېدل کېدل، خلک په کورونو کې بند وو او سهار ته د تګ راتګ لارې تړل شوې وې ".

امنیتي سرچینې وايي دا "مېلمانه پوځیان" وو چې د یوې شپې د پاره د سکول په هال کې د استوګنې د پاره اچول شوي وو.

د دوی وینا ده چې بریدګرو لومړی د سکول ودانۍ له هال سره نیزدې د بارودي توکو ګاډی په داسې وخت ټکر کړی چې پوځیان ویده وو. سرچینو وویل له چاودنې وروسته بلې غاړې ته په دې ځای کې مېشتو پوځیانو باندې له جدید اسلحو سنایپرز ټوپکو نه ډزې شوې دي.

د چاودنې پر ځای ژوره کنده جوړه شوې او تر څنګ یې هغه جاله ورانه لیدل کیږي چې پکې امنیتي عسکر مېشت وو.

د برید زمه داري د وسله والو غېرمعروفه ډلې تحریک جهاد پاکستان پر غاړه اخیستې.

ځايي خلکو وویل د چاودنې ځای ته نیژدې د عامو خلکو کورونه او دوکانونه هم زیانمن شوي دي، د سیمې اوسېدونکی حمید الله وایي "زما دلته وړکوټې هټۍ وه چې پکې نیزدې د یو نیم لک سامانونه وو، دا زمونږ د معاش یواځینۍ سرچینه وه چې په پور مو راوړي وو ټول پکې ختم شول".

د برید ځای ته نیزدې د پولیسو تاڼه او شاوخوا ته یې د خلکو کورونه او واړه واړه کاوبارونه دي. زیاتره ځايي خلک وایي د ورځې یو زر روپۍ معاش په مشکل برابره وي.

د درابڼ اوسېدونکی اسماعیل کاکړ وي او اې ډیوه ته وویل، "دلته په لسګونو کورونه او دوکانونو ته یې زیان اړولی، د دغې سیمې خلک غریبان دي چا ریړه لګولې څوک سبزي او مېوې یا د کباړ سامانونه خرڅوي، کچه کورونه لري باید دوی سره مرستې وشي".

ځايي خلکو ویل دغې پېښې په عام ولس کې سخته ویره پیدا کړې او زیاته یې کړه، دلته هره ورځ د ناامنۍ پېښې کیږي چې وایي له کبله یې د سیمې خلک د هیواد د نورو برخو په څېر عادي او ارام ژوند نه کوي.

په دې وروستیو کې په خېبرپښتونخوا په ځانګړي ډول د صوبې په جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي په هیواد کې د ترهګرۍ روانه لړۍ په کلکو ټکو غندي او وايي، تر څو چې له ملکه د ترهګرۍ نوغی په مکمله توګه ویستل شوی نه وي تر هغې به د ترهګرۍ پرضد روانې جګړې ته دوام ورکوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG