لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا کانګرس د معتبرو پوهنتونونو د مشرانو ګواهي او هلته د یهودانو پر ضد کرکه غندلې


واشنګټن – د امریکا د استازو جرګې یا هاوس اف ریپرېزینټیټیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ هغه مسوده تصویب کړې په کومه کې چې د دریو معتبرو پوهنتونونو د مشرانو لخوا د تېرې اونۍ ورکړل شوی بیان (ټیسټیموني) غندل شوی و.

په دغه بیان کې هغوی دا نه وو ویلي چې د یهودانو د قتل عام بلل به د هغوی د پوهنتونونو له سیاستونو څخه سرغړونه وي.

هاوس مسوده د ۱۲۶ مخالفو رایو په وړاندې په ۳۰۳ موافقو رایو باندې پاس کړه او په رسمي توګه یې د هارواډ پوهنتون د مشر کلوډین ګې، د اېم آی ټي د پوهنتون مشرې سېلې کورنبلوت او د پیسلوینیا د پوهنتون مشره لېز مګېل چې اوس یې استعفا ورکړې خبرې ناسمې وبللې.

د دوی خبرو په ټول هېواد کې تاوده بحثونه راوپارول او له امله یې مګېل له خپلې دندې لېرې شوه.

خو د شورو یا چهارشنبې د ورځې رایو ډیموکراټان سره وویشل، ځینو یې د مسودې مخالفت وکړ که څه هم د درې واړو مشرانو بیان یې رد کړ ځکه دوی احساس کړ چې دا د کانګرس له واک څخه د باندې دي د لوړ زده کړو په مقرریانو کې دې ښکېل شي.

۸۴ ډیموکراټانو ددغې قانوني مسودې ملاتړ وکړ او ۱۲۵ یې مخالفت وکړ.

د هاوز د تعلیم او کاري ځواک کمېټې ته د یوې اورونې پر وخت چې د یهودانو د قتل عام یادونه به په پوهنتونونو کې زور زیاتی وبلل شي نو د دریو واړو پوهنتونونو مشرانو وویل، چې د دوی ځوابونه به د حالاتو سره پورې تړلي وي.

دغه مسوده په هاوس کې د نیویارک الیس سټیفانېک لخوا مخې ته تلله چاچې د قتل عام د غږونو په اړه د پوهنتون له مشرانو پوښتنې کړي وايي،

درې واړه مشران په خپلو ځوابونو کې "تېښته کونکي او ځان تېرونکي وو." او زیاتوي، "په دې کې پاتې راغلل چې په اسانه دغه اعمال وغندي."

سټېفانېک د مسودې د وړاندې کېدو پر وخت ویلي وو، "دا ګوندیزه مسله نه بلکه د اخلاقي وضاحت مسله ده."

هغه زیاتوي، "له همدې امله د دواړو لوریو څخه زمونږ همکاران له مونږ سره رایوځای شوي چې په پوهنتونونو کې د یهودانو ضد کارونه وغندو او همدارنګه په اخلاقي توګه د بېنکرپټ شویو پوهنتون مشرانو د تېرې اونۍ بیانونه."

په مسوده کې همدارنګه د ټول هېواد په پوهنتونونو کې د یهودانو پرضد د زیاتېدونکي نفرت غنده شوې.

دا په اسرایلو باندې د حماس د اکټوبر د اوممې نېټې له برید وروسته تر ټولو وروستی داسې اقدام دی.

په دغې قانوني مسوده کې د لوړو زده کړو په ادارو کې د حماس، حزب الله او نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ غندنه هم شوې ده.

په قانوني مسوده کې وړاندیز شوی چې د هاروارډ او اېم آی ټي ریسان دې استعفا ورکړي که څه هم په ځانګړي ډول ددې غوښتنه نه شوې.

د دواړو پوهنتونونو لخوا په بیانونو کې د خپلو مشرانو ننګه او ملاتړ شوی او دا یې رد کړې ده چې د پوهنتون مشران له دندو لېرې کړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د هندوستان کرکټ ټیم د مینه والو څو خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG