د صدر باییډن انتظامیې د غزې په جګړه کې د اسرایلي حکومت په کړنو مایوسي ښکاره کړې اؤ اوس خو په ولسي کچه هم د اسرایلي حکومت د تګلارې سره خپل اختلافات مخې ته راوړي خو بیا هم امریکا لا تر دم ګړۍ د خپل ایتلافي هیواد اسرایل تر شا کلکه ولاړه ده.
وړمه ورځ د امریکې صدر جوبایډن وویل اسرایل په غزه د خپلو ړندو بمباریو له امله د نړیوالو ملاتړ ورو په ورو بایلي اؤ په دې یې د اسرایل وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو ته خپله مایوسي وښودله.
ډیموکرېټک امریکایي انتظامیې په دې اړوند هم اوس خبرې پېل کړې دي چې د اسرایل له لوري بې کچه سخت پوځي عملیات تر کومې دوام موندلی شي؟
په وروستیو اوونیو کې د خبرداریو ورکولو شمیره هم زیاته شوې ده، دامریکې مرستیالې صدرې کاملا هیرس اؤ خارجه وزیر انټوني بلنکن د عامو فلسطیني وګړو د زیاتو وژنو اؤ د خلکو ژوند ته د احترام یا درناوي لرلو په اړه د اسرایل د ژمنو اؤ ځمکنیو حقیقتونو ترمنځ په موجود واټن یا خلا هم خبرې کړې دي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس له حملې راپدیخوا پرله پسې اسرایل په غزې حملې کوي چې په دې حملو کې د نومبر په وروستیو کې د انساني خواخوږۍ په اساس د لږو ورځو لنډه دمه راوستل شوې وه.
د امریکې ددفاع وزیر لایډ اسټن په دې وروستیو کې په دې اړه اسرایل ته خبرداری ورکړی ؤ چې ایا څه داؤ ته اېښودل شوي دي؟
هغه ویلي "په داسې رقم جګړه کې ښاري ابادي تر ټولو زیاته اغېزمنه کیږي اؤ که چرې تاسو هغه د دښمن منګولو ته ور دیکه کوئ نو تاسو به یوه ټیکټیکل بریا په اسټرټیجک ماتې کې بدله کړئ".
خو واشنګټن چې د اسرایل تر ټولو ستر مهم سفارتي اؤ پوځي اتحادي دی، بیا یې هم د نړیوال فشار باوجود په اسرایل باندې په ښکاره نیوکو کولو کې د احتیاط لمنه نیولې ده اؤ د اوربند د غوښتنو سره یې مخالفت ښودلی دی دا ځکه چې امریکا فکر کوي د اور ګټه به حماس ته ورسیږي.
په حقیقت کې امریکا د اسرایل لپاره خپل ملاتړ کې ورځ تر بلې یوازېتوت ته روانه ده ځکه چې د نهې- سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د ووټنګ یا رایې ورکولو نه څرګنده شوه .
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د جګړې پر ضد د قراداد په پلوۍ 153 غړو هیوادونو خپله رایې ورکړه اؤ مخالفه رایې پکې د امریکې اؤ یوازې نهو نورو هیوادونو مخې ته راغله. 23 غړي هیوادونه د رایې ورکولو له بهیره بهر پاتې شول.
دا جګړه په اووم اکتوبر د حماس د وسله والو له لوري په اسرایل له شوي خونړي برید وروسته پیل شوې وه ، له هغې راپدیخوا باییډن انتظامیې د غزې د خلکو لپاره د انساني خواخوږۍ په اساس د ورکړل کیدونکو مرستو رسولو لپاره پخپل ایتلافي د لارو پرانستلو فشار راوړی دی اؤ ددې ترڅنګ یې دهغو یرغمالیانو د خوشې کولو لپاره کار کړی دی چې حماس تښتولي وؤ اؤ دهغوي د وژنو ګواښونه یې کول.
امریکایي ډیپلوماټانو په شخصي توګه د اسرایل د جګړې په طریقه خپلې اندېښنې پټې نه دي ساتلي.
سپینې ماڼۍ ویلي ، په اسرایل د امریکې د فشار د یو علامت په توګه د ملي امنیت مشاور جیک سلیوان د پنجشنبې اؤ جمعې په ورځ د اسرایل سفر کوي.
سلیوان د سه شنبې په ورځ وال اسټریټ جرنل ته ویلي ،" زه به په یقیني ډول د اسرایل د وزیراعظم، جنګي کابېنې اؤ لوړ پوړو چارواکو سره د مودې د ټاکنې په اړوند خبرې کووم چې هغوي په اړه څه فکر لري ، اؤ هغوي ته به هغو سختو پوځي عملیاتو کې د یو بدلون راستو وړاندیز ورکووم چې تېرو اوونیو کې مونږ ولیدل"
د سپینې ماڼۍ یو لوړ پوړي چارواکي ویلي باییډن د چهارشنبې په ورځ په وړومبي ځل سپینه ماڼۍ کې د هغو امریکایي کورنیو غړو ته هرکلی ویلی چې د کورنیو غړي یې حماس یرغمال کړي وؤ.
که د اسرایل په اړه د امریکې دریځ کې کوم بدلون راځي نو له لارې به هیواد کې د سیاسي وضعیت عکاسي هم کیږي.
فارن پالیسي فاریسرچ انسټي ټیوټ کې د منځني ختیځ پروګرام مشر جیمز ریان وایي "د اسرایل په اړه د امریکې په پالیسۍ پخپله د باییډن په انتظامیه د خپل ګوند اؤ اتنخابي حلقې له لوري سخت فشار دی"
خو هغه زیاته کړې ده چې هر بدلون به ددې خبرې لوري ته هم اشاره وي چې اوس په اسرایل د امریکا اثر زیات نه دی پاتې شوی.
په دې اړوند هم اختلافات مخې ته راروان دي چې له جګړې ختمېدو وروسته به څه کیږي؟
واشنګټن دوه ریاستي هواری د اسرایل اؤ فلسطین د شخړې یوازینی دایمي حل بولي خو اسرایل دا حل ردوي.
تر څو چې ددې خبرې تعلق دی چې له شخړې وروسته به په غزې څوک حکومت کوي د نوي سره د یوې فلسطیني ادارې لاسو ته د واک ورکولو په اړوند اسرایل اؤ امریکه له یو بل سره د رایو اختلاف لري.
یادونه: ددې رپورټ مواد د ای ایف پي څخه اخستل شوي دي.
Forum