لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې سږکال د غېرت په نوم 31 ښځې وژل شوې دي


د خېبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د غېرت په نوم د ښځو په وژنه کې زیاتوالی راغلی دی او د ښځو د حقونو لپاره د کارکوونکې ادارې د شمېرو له مخې سږ کال 31 ښځې په سوات کې د غېرت په نوم وژل شوې دي.

د سوات پولیس وایي د غېرت په نوم چې سږکال سوات کې کومې مېرمنې وژل شوي هغې کې دوي سره یوازې د اتو ښځو د وژنو مقدمې درج شوې دي.

سوات کې د ښځو د حقونو لپاره د کار کوونکې ادارې "اویکنګ" ډایریکټر وایي چې پروسږکال په سوات کې 16 ښځې د غېرت په نوم وژل شوې وې خو سږ کال 2023 کې دا شمېره 31 ته رسېدلې ده .

مدني فعال عرفان حسین بابک وي او ای ډیوه ته ویلي، د دوی تنظیم د وژل شوؤ ښځو کورنیو له ویړیا قانوني مرسته ورکړې ده.

خو د سوات پولیس وایي چې د هغوي د ریکارډ تر مخې سږکال اته ښځې د غېرت په نوم وژل شوي دي.

د سوات پولیسو د پلټنو د څانګې مشر یا اېس اېس پي انویسټي ګېشن بادشاه حضرت وایي، سږ کال زمونږ سره د غېرت د قتل ۸ مقدمات رجسټرډ شوي دي چې پکې ککړ ۱۴ ملزمان ګرفتار دي او یو ملزم پټ دی.

د غېرت په نوم په سوات کې د تعلیم د محکمې د یوې وژل شوې افسرې خور ویلي هغوي ته تر اوسه انصاف نه دی ورکړل شوی .

د تعلیم محکمې د وژل شوې افسرې خور امنه بي بي ( فرضي نوم) وایي،زما خور خاوند په دې وژلې وه چې زما خور به ورله خپله تنخا نۀ ورکوله.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغې وویل د خور د وینو سره یې تر اوسه انصاف نه دی شوی اؤ زیاته یې کړه "مونږ د حکومت نه انصاف غواړو".

قانون پوهه عطاءاللّٰه جان ایډوکېټ وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي چې د غېرت په نوم د ښځو د وژلو زیاتې مقدمې د هغوي د کورنیو د غړو په مدعیت کې د پولیس سره درج کیږي چې بیا پکې هغوي روغه وکړي او د عدالت نه په وژنو کې ککړ کسان بري شي.

عطاء الله جان وایي، کۀ چرې د غېرت په نوم د وژنې مقدمه د ریاست په مدعیت کې درج شي او دې کې دفعه ۳۱۱ ولګولی شي نو دې کې بیا روغه نۀ شي کېدای او ملزم ته د سزا ورکړی کیدو زیات امکان وي.

د تېر کال اکتوبر په مياشت کې د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزارت ويلي وو، په تېرو دریوؤ کلونو کې په ملک کې په ښځو د تشدد د 63000 څخه زياتې مقدمې درج کړی شوې وې او په دغه موده کې نزدې 1025 ښځې د غېرت په نامه وژلې شوې وې.

د بشري حقونو مرکزي وزارت قامي اسمبلۍ کې د ښځو پرضد د کورني، جنسي تشدد او د ښځو د وژنو په اړه معلوماتو کې ويلي وو چې په تېرو درو کلونو کې3987 ښځې وژل شوي او په ياده موده کې نزدې10500 ښځو باندې جنسي تیری شوی وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG