لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: طالبان د جنسیتي توپیر له تشدده د ژغورنې لپاره ښځې زندانونو ته لېږي


د ملګرو ملتونو په یو تازه رپوټ کې ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو چارواکي ښځې له دې کبله په زندانونو کې ساتي چې وایي په ټولنه کې یې د جنسیت په بنیاد تاوتریخوالي څخه وژغوري.

د اې پي د رپوټ له مخې د 2021م کال تر اګست مخکې چې لا طالبان واکمن شوي‌ نه وو، په افغانستان کې د تېر حکومت له خوا چلېدونکي د ښځو د ژغورنې یا خوندیتوب 23 مرکزونه وو، چې وایي د جنسیتي توپیر له تاوتریخوالي سره مخ ښځو پکې پناه اخیستې وه.

خو د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې اوس په افغانستان کې د ښځو د خوندیتوب یو مرکز هم پاته نه دی.

د طالبانو د حکومت چارواکو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما چارواکو ته ویلي، چې د ښځو د ژغورنې لپاره داسې مرکزونو ته هیڅ اړتیا نه شته ځکه چې وایي "دا غربي کلتور" دی.

د ملګرو ملتونو رپوټ وایي‌ طالبان هغه ښځې زندان ته لېږي چې په کور کې یې خپل نارینه نه وي یا یې نارینه خپلوان د هغوی لپاره غیرمحفوظ وګڼل شي.

رپوټ وایي د طالبانو چارواکو د دغو ښځو له نارینه خپلوانو ژمنې یا سوګندونه هم اخیستي چې دوی به خپلو ښځینه خپلوانو ته څه زیان نه رسوي او وایي د دې کار لپاره ځایي مشران د ضمانت د شاهدۍ لپاره ور غوښتل کېږي.

په رپوټ کې راغلي، "لکه څنګه چې په کابل کې په نشو روږد او بې کوره خلک په زندانونو کې ساتل کیږي"، همداسې د طالبانو په حکومت کې ښځې هم د خپل خوندیتوب لپاره زندان ته استول کیږي.

اسوسیېټیډ پریس وایي د طالبانو له وزارتونو سره په دې اړه رابطه وکړه او ترې ویې پوښتل چې د جنسیت په بنیاد د تاوتریخوالي ښکار ښځې چېرې مرسته تر لاسه کولی شي؟ د هغوی د تحفظ لپاره څه تدابیر شته؟ او په داسې پېښو کې څومره مجرمان سزا شوي دي؟ خو وایي هیڅوک هم په دې اړه تبصرې ته تیار نه وو.

په 2021م کال کې چې طالبان واکمن شوي ښځې او نجونې په زیاتېدونکې توګه تر خپلو کورونو پورې محدودې شوې دي. تر شپږم پورته د پوهنتون په ګډون له اعلی تعلیمه منع شوې دي، ولسي ځایونو لکه پارکونو او ورزشي کلبونو ته نه شي تلای او له کورني محرم پرته اوږد سفر نه شي کولای.

د 2023م کال په جولای کې طالبانو په یو فرمان کې د ښځو د سینګارځایونو د بندولو امر وکړ او دا هغه په افغانستان کې وروستي هغه ځایونه وو چې ښځو د کورني چاپیریال غوندې پکې له یو بل سره لیدای شوای.

افغانستان له کلونو راهیسې په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو د بدو هېوادونو په نوملړ کې ځای لري.

په میلیونونو نجونه د طالبانو تر واکمنۍ مخکې هم له سکولونو بهر وې، چې د افغانستان د چارو کارپوهان یې په دې هېواد کې د عصري تعلیم په اړه د طالبانو د پروپیګنډو وجه ګڼي.

له دې سره سره د ښځو د کم عمرۍ ودونه، تاوتریخوالی او له هغوی سره ناوړه چلند په پراخه کچه لیدل کېږي.

د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې د طالبانو واکمني به پر ښځو او نجونو د تشدد د زیاتوالي سبب شي او وایي هغوی به له داسې پېښو د ژغورنې لپاره هیڅ ډول قانوني تحفظ ونه لري.

د ملګرو ملتونو رپوټ وایي، د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې په عدلیه یا امنیتي ادارو کې کار نه کوي او نه د جنسیت په بنیاد د تشدد د جرمونو پېښې رپوټ کولای شي.

وایي ښځو ته یواځې هغه وخت او په هغو دفترونو کې د کار کولو اجازه ورکول کیږي کله چې د دغو دفترونو نارینه مشران هغوی ور وغواړي.

یادونه:- رپوټ له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG