لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: که دریم هېواد ته تلونکي افغانان د فېبرورۍ له ۲۹ وروسته پاتې کېږي نو د میاشتې ۱۰۰ ډالره جریمه به ورکوي


 په پاکستان کې د پولیسو لخوا د افغان کډوالو بایومیټریک کتل کېږي
په پاکستان کې د پولیسو لخوا د افغان کډوالو بایومیټریک کتل کېږي

واشنګټن – د پاکستان حکومت اعلان کړی، هغه اسناد نه لرونکو افغانانو ته به چې په دریم هېواد کې د اوسېدو لپاره د خپلو کاغذونو په تمه دي اجازه ورکړل شي چې دوه میاشتې نور هم په پاکستان کې پاتې شي.

دوی ویلي که له دې نېټې هم اوړي نو هر کس به د میاشتې سل ډالره جریمه ورکوي.

د الجزیرې خبري‌ ویب پاڼې د خبر له مخې، د شورو یا چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې د داسې افغانانو د پاتې کېدو وخت د فیبرورۍ تر ۲۹ نېټې پورې اوږد کړای شوی دی.

له خپل هېواد څخه د بې اسناده افغانانو د ویستلو د نېټې د اوږدېدو د اعلان پر وخت د پاکستان د اطلاعاتو وزیر مرتضی سولنګي ویلي، هر څوک چې له نوي ټاکلې نېټې څخه وروسته پاتې کېږي هغه به هره میاشت ۱۰۰ ډالره جریمه کېږي‌ تر چې ۸۰۰ ډالره جریمه شي.

سولنګي زیاته کړه،‌ "دا کړنې د دې لپاره شوي چې په پاکستان کې په غیر قانوني توګه اوسېدونکي افغانان دې ته وهڅوي چې قانوني اسناد ترلاسه کړي او یا دریم هېواد ته د ورتګ لپاره د تخلیې تړونونه څومره ژر چې امکان ولري بشپړ کړي."

دا وروسته له هاغې کېږي چې پاکستان په تېرو میاشتو کې داسې کمپاین پیل کړی چې له خپل هېواد څخه به هغه بهرنیان وباسي کوم چې هلته د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لري.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د ادارې یا یو ان اچ سي ار د معلوماتو له مخې، د اکټوبر په لومړیو کې ددغه کمپاین د پیلېدو راهیسې تر اوسه پورې تر ۴۵۰۰۰۰ زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې ۹۰ فیصده یې په خپله خوښه افغانستان ته تللي خو یو ان اچ سي ار وايي، په پاکستان کې د نیول کېدو له وېرې خلکو پرېکړه کړې چې ولاړ شي.

دغه اعلان وروسته له هاغې شوی چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو د افغان کډوالو د مسلې په اړه پاکستان ته سفر وکړ.

دوی اټکل کوي چې نېږدې ۲۵۰۰۰ افغانان په امریکا کې د اوسېدونکو لپاره کاغذونو ته اړتیا لري.

پاکستان اټکل کوي، چې ۱.۷ میلیونه افغانانو له اسنادو پرته په دغه هېواد کې د اوږده وخت لپاره ژوند کړی چې اکثره یې په افغانستان په ۱۹۷۹ کې د شورویانو د یرغل راهیسې په مختلو پړاونو کې پاکستان ته ورغلي دي.

په وروستي ځل چې په زیات شمېر د شپږو او اتو لکو ترمنځ افغانانان پاکستان ته اوښتي هغه وروسته له هاغې چې طالبانو په افغانستان کې په واک باندې قبضه وکړه.‌

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG