لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شوکت صديقي د لرې کولو قضيه کې د جنرل باجوه او جنرل فېض حميد د فريق جوړولو خواست شوی


د پاکستان د اسلام اباد هايکورټ پخواني لرې کړی شوي جج شوکت عزيز صدیقي، د څوکۍ څخه لرې کولو په قضيه کې د پخواني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه، د آی اېس آی د پخواني مشر جنرل فېض حمید او درې پخوانيو بريګيډېرانو د فريق جوړولو خواست کړی دی.

شوکت عزيز صدیقي چې د اسلام اباد هايکورټ جج وو، په جولايۍ 2018م کې یې په پېنډۍ کې د وکیلانو يوې غونډې ته په وينا کې د پاکستان په پوځ او استخباراتي اداره (آی اېس آی) په عدالتي چارو کې د لاس وهنې تورونه لګولي وو.

د صدیقي پرضد بيا په سپريم جوډيشل کونسل کې قضيه شوې او د کونسل په سپارښتنه د ملک صدر هغه د څوکۍ څخه لرې کړی وو.

صديقي د دغه فېصلې ضد سپريم کورټ ته خواست کړی وو.

پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ یې د سپريم کورټ د چیف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ پينځه کسيزه بنچ په ټيلي ويژن چېنلو په ژوندۍ بڼه خپره شوې اورېدنه شوې ده.

په اورېدنه کې د صدیقي وکیل حامد خان دلايل خپل دلايل وړاندې کړي د لرې کړی شوي جج وینا او په هغې کې لګول شوي تورونه یې اورولي، او وړاندې د قضيې د نه اورېدو یې ويلي، چې دا قضيه دې بيا د سره واورېدل شي.

خو چيف جسټس فايز عيسا بيا د هغه نه پوښتنه کړې، چې تاسو په کوم تن تور لګوئ هغه مو په دې قضيه کې فريق ولې نه دی جوړکړی؟. په دې بحث شوی او چيف جسټس ویلي يا خو په چا تور مه لګوئ او که تور لګوئ، فريق یې جوړوئ. ادارې نه وې خرابې په ادارو کې خلک خراب وي.

د بحث وروسته عدالت اورېدنه ځنډولې او ويلي يې دي که په قضيه کې مو عدالت ته د چا د فريق جوړولو خواست وکړو عدالت به ورته نوټس جاري کړي.

د ځايي میډيا ترمخه، وروسته بيا د شوکت صدیقي لخوا د پخواني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه، د آی اېس آی د پخواني مشر جنرل فېض حميد او درې بريګېډېرانو، د هايکورټ د پخواني چيف جسټس انور کاسي، او د هغه د وخت د رجسټرار ارباب عارف د فريق جوړولو خواست شوی دی.

ويل شوي د قضيې اورېدنه به نن بيا د جمعې په ورځ کولی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG