د پاکستان الېکشن کمېشن ويلي، د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند د مشر په خبري غونډه کې د انتخاباتو ځنډولو په لړ کې په کمېشن لګولي تورونه ردوي او "دغه کار د ولس ګمراهه کولو ناکامه هڅه" ګرځوي.
د پي ټي آی مشر ګوهر خان پرون ناوخته په يوه خبري غونډه کې ويلي، "الېکشن کمېشن وړاندې هم د انتخاباتو ځنډولو بهانه جوړه کړې وه، خو بيا د سپريم کورټ فېصله راغله".
الېکشن کمېشن په خبر پاڼه کې ویلي، "کمېشن په ډاګه کړې چې په اتمه فرورۍ د انتخاباتو کولو دپاره انتظامات بشپړ کړی شوي دي، او په دغه لړ کې ډسټرکټ ريټرننګ او ريټرننګ افسران تعينات (ټاکل)کړی شوي او تربيه یې پېل کړی شوې وه".
ویل شوي، "پي ټي آی د ډسټرکټ ريټرننګ او ريټرننګ افسرانو تعيناتي چېلنج کولو وروسته چې د هغو معطلي شوې، کمېشن بيا د حالاتو جايزه اخستې او زر به راتلونکې تګلاره جوړه کړی شي".
خو الېکشن کمېشن ویلي، "د موجوده حالاتوالېکشن کمېشن په هيڅ صورت هم زمه واره نه شي ګرځول کېدی".
ګوهر خان په خبري غونډه کې ویلي وو، "پرون اخري ورځ وه چې د الېکشن د قانون ترمخه نن شيډول راتلل پکار وو".
هغه زياته کړې وه، دوی د اولې ورځې نه د سوتره انتخاباتو غوښتنه کړې او د داسې انتخاباتو دپاره ضلعي مرستیال کمېشنران ريټرننګ افسران نه شي جوړول کېدی، "دغه ټاکنې چې چېلنج شوي او ودرول شوي د هغې مطلب دا نه دی چې انتخابات وځنډول شي".
هغه ویلي، "داسې کسان دې په انتخاباتو کې ريټرننګ افسران وټاکل شي چې بې طرفه وي".
پي ټي آی د ريټرننګ افسرانو دپاره د ضلعي مرستيال کمېشنرانو ټاکنه په لاهور هايکورټ کې چېلنج کړې او عدالت بيا د الېکشن کمېشن دغه ټاکنې معطل کړې وې.
پاکستان کې د راتلونکو عامو انتخاباتو دپاره د اتمې فرورۍ نېټه اعلان شوې خو وخت په وخت په پاکستاني مطبوعاتو د انتخاباتو ځنډېدو په حواله خبرونه خپريږي.
او اوس چې د پي ټي آی لخوا د ريټرننګ افسرانو په حواله لاهور هايکورټ ته خواست شوی او عدالت بيا د بېورو کرېسي افسرانو ټاکنه معطل کړې، پاکستاني مطبوعات وايي دغه فېصله د انتخاباتو وروسته کېدو سبب جوړېدی شي.
Forum