لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې اقلیتونو غوښتنه کړې چې سیاسي ګوندونه باید انتخاباتو کې د دوي د ستونزو هواری د خپلو منشورونو برخه وګرځوي


پاکستان کې د لږکيو د حقونو لپاره کار کوونکو غېر دولتي تنظيمونو د ټولو سياسي ډلو نه غوښتنه کړې چې اقليتونو ته د ورپېښو ستونزو د هواري لپاره دې خپل اقدامات د راتلونکو انتخاباتو لپاره د خپلو منشوورونو برخه جوړه کړي.

اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پرمهال د غېر دولتي تنظيم سېنټر فار سوشل جسټس مشر پيټر جېکب او د بشري حقونو وتلې فعالې جيا جګي ویلي د پاکستان په تاريخ کې تر اوسه اقليتونو سره شوې ژمنې نه دي عملي شوي.

هغوي زياته کړې چې د هيواد ټولې سياسي ډلې دې د راتلونکې کال ۲۰۲۴م د ټاکنو لپاره په خپلو منشورونو کې دې غوښتنو ته ځاي ورکړي چې پکې د ۱۱ اګست ۱۹۴۷ د قايد اعظم تقرير د قامي نصاب برخه جوړول، د هيواد د دستور په ۲۲مه ماده باندې عمل درامد باوري کول، د کم عمرۍ د ودونو او د اقليتي جينکو په جبري توګه د مذهب د بدلون د مخنيوي لپاره قانون جوړول شامل دي.

د غير دولتي تنظيم سېنټر فار سوشل جسټس مشر پيټر جېکب وویل "د سرکاري شميرو ترمخه به په راتلونکې اليکشن کې نزدې 40 لکه لږکي یا اقلیتونه برخه اخلي او دا اقليتونه به دا غوښتنې ځکه د سياسي ډلو په وړاندې ږدي چې هغوي د لوظونو کولو باوجود په دې لړ کې عملي کار کې پاتي راځي."

که څه هم د بشري حقونو نړیوالې او ملکي ادارې په پاکستان کې د لږکيو د ځورولو او د هغوي د بشري حقونو د سرغړونو تورونه لګوي خو پاکستاني چارواکي وايي په دې هېواد کې لږکیو ته ټول دستوري حقوق ترلاسه دي او دوي په ازاد ډول په خپل مذهب عمل کوي.

د اقليتونو د حقونو تنظيمونو دا غوښتنې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان نګران وزير اعظم انوار الحق کاکړ د دسمبر په نهمه نېټه عزم څرګند کړی و چې په دې هيواد کې اقليتونه برابر حقونه لري او حکومت به لږکيو ته خپل حقونه خامخا ورکوي۔

که څه هم په پاکستان کې وخت په وخت د لږکیو احمدي ټولنې د عبادتخانو د نړولو او د نامعلومو وسله والو په لاس د سيکهانو د وژنو پېښې رپورټ کيږي خو د بشري حقونو فعالان وايي چې کال۲۰۲۲م کې د مشترکه ټاکنو د بحالۍ وروسته اقليتونه کولی شي چې د برابرۍ په بنياد رایه ورکري او په ټاکنو کې د برخې اخستو لپاره اميدواران وټاکي خو زياتوي د دې پرمختګ پرته مذهبي عدم برداشت ، توپیري چلند او امتیازي قوانين لا هم موجود دي.

د بشري حقونو فعاله جیا جګي وایي"زموږ يوه غوښتنه دا ده چې د اقليتي جينکو په جبري توګه دمذهب بدلون دې د قانون سازۍ له لارې يو جرم وګرځول شي ځکه چې د يوې اندازې ترمخه په پاکستان کې نزدې دوه سوا اقليتي جينکۍ په زوره مذهب بدلولو باندې مجبوره کړی شوې دي"

د مطبوعاتي رپورټونو مطابق د ۱۹۲۷ او ۱۹۸۶ ترمنځ په پاکستان کې د مذهب د سپکاوى ۱۴ پېښې رپورټ شوي خو وروسته له هغې چې په یاد قانون کې بدلونونه راوستل شول نو د مذهب د سپکاوى پېښې په چټکتیا سره زیاتې شوې.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG