د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال سید عاصم منیر امریکې ته د خپل سفر په مهال د امریکې د لوړ پوړو حکومتي اؤ پوځي مشرانو سره لېدنې کړي او د سیمې اؤ نړۍ په یو شمیر مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.
د پاکستان د پوځ د ویاندې ادارې آی ایس پي ار د بیان له مخې واشنګټن ته پخپل دې سفر کې جنرال عاصم منیر له امریکايي چارواکو سره د ترهګرئ پرضد د مبارزې او دفاعي همکاریو باندې خبرې کړي.
بیان وايي، پاکستاني جنرال په خپل دغه سفر کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انټني بلنکن، د دفاع وزیر لاییډ جی اسټن، د دفاع مرسیتالې وزیرې وکټوریه نولینډ، د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جوناتهن فینیر، د ملي امنیت مرستیال مشاور اؤ د ګډو ځواکونو د کمیټې مشر سره لېدنې کړې دي.
بیان کې ویل شوي چې دې لېدنو کې د دوه اړخېزه خوښۍ په چارو، په سیمه ییزو اؤ نړیوالو موضوعاتو اؤ په روانو شخړو د خیالاتو تبادله شوې ده اؤ دواړو خواؤ د ګډو مفاداتو د ترلاسه کولو په لړ کې د ممکنه لارو لټولو لپاره خپلو کې د مرستو اؤ تماسونو په دوام اتفاق کړی دی.
تر دې لیدنو یوه ورځ وړاندې د پنټاګون مطبوعاتي سېکتر پټ رایډر د وایس اف امریکا د پنټاګون خبریالې کارلا باب پوښتنې ته په ځواب کې ویلي وؤ "پاکستان په سیمه کې د یو مهم شریک په توګه دوام لري. زمونږ اړيکې او همکاري د CENTCOM له لارې دوامداره دي، او په ځانګړې توګه د ترهګرې پرضد مبارزه پکې مخ په وړاندې بوځو."
د پاکستان پوځ خپل بیان کې زیاتوي چې دې لیدنو کې د ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې د مرستو سیوا کول اؤ دفاعي همکاریو ته وده ورکول د بنیادي څانګو په توګه یادې کړل شوې دي.
دواړه خواوې په دې هم سلا شوي چې د خبرو اترو اؤ د سودمنو فعالیتونو ساحه باید لا پسې پراخه کړل شي اؤ دې لړ کې د ګټورو لارو د لټون هوډ ښکاره کړل شو.
د پوځ بیان کې ویل شوي چې د پاکستان د پوځ مشر د سیمې د امنیتي ستونزو اؤ په جنوبي ایشیا کې د ستراتیژیکي ثبات په اړوند د یو بل په نکته نظر د ځان پوهولو په ارزښت ټینګار وکړو.
بیان وایي دې لړ کې جنرال عاصم منیر په ځانګړي توګه د کشمیر د ستونزې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د قراردادونو په رڼا کې د هواري ارزښت په ډاګه کړی دی.
جنرال عاصم منیر د سمندر پورې پاکستانیانو د ټولنې سره هم لیدنه کړې ده اؤ د پاکستان په پرمختیا کې یې د هغوي د رول ستاینه کړې ده.
جنرال منیر ویلي د پاکستان د سفارت لخوا راجوړه شوې دستوره کې سمندر پاکستانیان د هیواد دننه پانګونې ته رابللي دي اؤ ویلي یې دي چې امریکا د پاکستان لپاره دا مهال تر ټولو ستره برامداي منډهي ده چې د پاکستان د ټولو برامداتو 21.5 فیصدي برخه تشکیلوي.
د پاکستان د پوځ مشر دا سفر په داسې حال کې کوي چې د پاکستان په خېبرپښتونخوا صوبه کې په تشدد کې زیاتوالی راغلی او د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد تازه یو خونړي ځانمرګي برید کې ۲۳ عسکر وژل شوي.
رپوټونه وايي چې د امریکايي چارواکو سره د پاکستان د پوځ د مشر د خبرو اترو د اجنډا په سر کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې مخ په زياتېدونکي بريدونه دي.
پروفېسر ډاکټر سید عرفان اشرف، چې په پېښور کې مېشت د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارو کارپوه دی، وایس اف امریکه ډیوه ته ويلي، "امریکا په دې سیمه کې د ترهګرو ډلو په اړه اندېښمنه ده او امریکا او پاکستان دواړه د دغه ډول ډلو پر ضد د ګډو هڅو غوښتنه کوي".
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وروستي برید کې د افغان خاورې د کارولو په اړه کوم شواهد او معلومات نه دي شریک کړي، خو د پنجشنبې په ورځ یې په یوه اوونیزه بریفنګ کې د افغان طالبانو وغوښتل چې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد ګامونه واخلي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د غه غوښتنو ته په ځواب کې ویلي دي "دا پېښه له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري". د طالبانو ویاند ویلي، که پاکیتان ورسره معلومات شریک کړي نو دوي به ېي پلټنې وکړي."
کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان د ښو او بدو طالبانو په اړه د تېرو غلطو پالیسیو له امله له د کورني تشدد سره اوس مخ شوې دی.
د ایکسپریس ټریبیون مدیر نوید حسین وایس اف امریکه ډیوه ته وویل، "د ښو طالبانو او بدو طالبانو په اړه د پاکستان پالیسي غلطه وه، افغان طالبان او پاکستاني طالبان د یوې سکې دوه اړخونه دي، پاکستان د طالبانو د ملاتړ فکر غلط و."
د پاکستان په خېبر پښتونخوا او بلو چستان ضلعو کې کې د راتلونکي کال د فبرورۍ په اتمه نیټه د عامو انتخاباتو نه وړاندې د ترهګرو ډلو بريدونه زيات شوي او په تشدد کې اضافه ليدل کېږي.
د پاکستان د پو ځ مشر جنرال عاصم منير د ا مريکا دا سفر په داسې حال کې کېږي چې امریکا په منځني ختیځ کې د حماس او اسرايل او د اوکراین په جګړه کې بوخت ده.
په واشنګټن کې د څېړنې مرکز ولسن سنټر کې د اسیا د پروګرام مرستیال مشر مایکل کوګلمن امریکا غږ اردو څانګې ته وېلي، "امریکا غواړي چې وګوري جنرال منیر تر کومه حده کولی شي له مهمو عرب هېوادونو سره د خپلو اړيکو په اساس د امريکا سره کومک کولې شي او د امریکا د ډیپلوماتیکو اهدافو ته ګټه رسولې شي."
د یوې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان او امریکا له دې لیدنې څه تمه لري. پاکستان ته د امریکا امنیتي مرستې لا هم ځنډول شوې دي. مایکل کوګلمن وايي، په داسې حال کې چې امنیتي همکاري په ځانګړې توګه د خنډونو سره مخامخ ده. هغلې کوګلمېن واېي چې د امريکا د چارواکو یو هدف به دا وي چې "د دې اړیکو د ساتلو لیوالتیا څرګند کړي."
د امريکا لخوا پاکستان ته دفاعي کومک د تېر امريکاېي صدر ډونلډ ټرمپ د صدارت په وخت کې ځنډېدلې وو چې لا تروسه نه دې بحال شوې.
Forum