لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ د شوکت عزیز صدیقي کیس کې د آی ایس آی پخواني مشر جنرال فیض حمید ته نوټس ورکړی


د پاکستان سپریم کورټ د اسلام اباد هایکورټ د پخواني جج شوکت عزیز صدیقي په کیس کې د هیواد د استخباراتي ادارې آی ایس آی پخواني مشر جنرال(ر) فیض حمید، د اسلام اباد هایکورټ پخواني چیف جسټس انور کاسي اؤ پخواني رجسټرار ارباب عارف ته نوټسونه جاري کړي دي.

د شوکت عزیر صدیقي په قضیه کې د زیارت په ورځ ترسره شوې اوریدنه کې ښاغلي صدیقي عدالت ته خواست کړی ؤ چې د پوځ د پخواني مشر جنرال قمر جاوید باجوه اؤ د آی ایس آی د دوو پخوانيو کمانډرانو نومونه هم باید په دې قضیه کې د فریقینو په توګه شامل کړل شي خو نن د جمعې په ورځ اوریدنه کې عدالت هغوي ته نوټسونه نه دي جاري کړي.

د اسلام اباد هایکورټ پخواني جج شوکت عزیر په جولایي کال ۲۰۱۸م کې د خپلې یوې وینا په مهال د پاکستان په استخباراتي اداره آی ایس آی سختې نیوکې کړې وې اؤ هغه یې عدالتي چارو کې په لاسوهنه تورنه کړې وه چې له دې وروسته ښاغلی صدیقي له خپل منصب څخه ګوښه کړل شوی ؤ.

په هغه مهال شوکت صدیقي د آی ایس آی د هغه وخت مشر جنرال فیض حمید په نوم یاد کړی ؤ چې ده پسې کور ته ورغلی ؤ اؤ ورته یې ویلي وؤ چې د انتخاباتو نه مخکې باید د نواز شریف اؤ د هغه د لور مریم نواز په محکمه کې پراته خواستونه وانه وریدل شي.

نواز شریف ته د اسلام اباد احتساب عدالت په شپږم جولایي کال ۲۰۱۸م کې د ایون فیلډ په قضیه کې د لسو کالو د بند اؤ د هغه لور ته یې د اوو کالو د بند سزا اورولې وه چې د دغه سزاګانو خلاف نواز شریف اؤ د هغه لور مریم نواز اسلام اباد هایکورټ ته په داسې حال کې اپیلونه کړي وؤ چې همدغه میاشت کې په ۲۵م جولایي هیواد کې عامې ټاکنې کېدونکې وې.

د جمعې په ورځ د شوکت عزیز صدیقي د کیس اوریدنه د پاکستان د مشر قاضي فایز عیسا په مشرۍ د سپریم کورټ پینځه کسیزه بینچ کړې ده .

د اوریدنې په مهال مشر قاضي پوښتنه راولاړه کړې ده چې ایا د شوکت عزیز صدیقي لخوا لګول شوي تورونه سم دي ؟ شوکت عزیز صدیقي د دې تورونو په تقریرونو ګوښه کړل شوی دی ، اوس په سوچ عدالت ته ځواب ورکړئ چې ایا ستاسو تورونه سم دي ؟

مشر قاضي پوښتنه وکړه چې ایا هغه جنرالان چې تاسو یې فریق جوړول غواړئ ایا هغه غوښتل د ۲۰۱۸م کال په انتخاباتو کې پخپله اقتدار ته ورسیږي ؟

مشر قاضي ویلي که چرې د شوکت عزیز صدیقي تورونه سم دي نو بیا خو هغو جنرالانو غوښتل چې د چا سهولتکاران جوړ شي خو د چا چې دې جنرالانو سهولتکاري کوله هغوي څوک وؤ؟

د عدالت په دې پوښتنو وکیل حامد خان عدالت ته وویل ده چې کوم تورونه لګولي هغه سم دي.

مشر قاضي ویلي ستاسو تورونه د سختې بڼې دي ، ایا په وخت مقصد دا ؤ چې د یو تن په زندان کې د ساتلو له لارې د خپلې خوښې شخص په انتخاباتو کې بریالی کړل شي؟

هغه وویل اصلي پوښتنه خو داده چې ګټه چاته رسیدلې ده ، اصل ګټه اخستونکي خو نور څوک دي ، تاسو سهولتکاران فریق جوړوئ اؤ پخپل درخواست کې مو د اصل ګټه اخستونکي یادونه قدرې نه ده کړی.

د اورېدنې په مهال وکیل حامد خان د تورونو جزیات د عدالت په وړاندې ولوستل.

عدالت فریقینو ته د نوټسونو جاري کولو حکم وکړو اؤ د قضیې نوره اورېدنه یې د یخنۍ له رخصتیو تر خمتېدو وځنډوله.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG