لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د ملي امنیت سلاکار اسرایل ته په ټینګار ویلي تر حماس پورې محدود هدفي عملیات دې وکړي

په غزه پټۍ کې د اسرایلي ځواکونو په بمباریو کې د عامو خلکو مرګ ژوبلې ته په کتو پر امریکا باندې نړیوال او کورنی فشار په زیاتېدو دی او د صدر جوبایډن انتظامیه هڅه کوي اسرایل په دې خبره قانع کړي چې د فلسطین پر خاوره خپل عملیات کم کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت سلاکار جیک سولیوېن د پنجشنبې- زیارت په ورځ اسرایل ته په سفر کې د هغه هېواد له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او د هغه د کابینې له غړو سره د غزې په روانو حالاتو خبرې کړې دي.

جیک سولیوېن د جمعې په ورځ وویل، واشنګټن د اسرایل په حکومت باندې فشار راوړي چې په غزه پټۍ کې له پراخو بمباریو او مځکنیو عملیاتو ډډه وکړي او د دې پر ځای د حماس د مشرانو په نخښه کولو لپاره هدفي عملیات وکړي.

سولیوېن اسرایل ته د سفر په وخت خبریالانو ته وویل، "دا جګړه به یو بل پړاو ته اوړي، چې پکې به [د حماس] د مشرتابه د په نخښه کولو او د استخباراتو په بنیاد عملیاتو باندې تمرکز کېږي."

د اسرایل په مهمو جنګي هدفونو کې یو محمد دیف دی چې د حماس د پوځي څانګې مشري کوي او د اکتوبر د اوومې د حملې پلانوونکی ګڼل کېږي. ورپسې د هغه دویم کمانډر مروان عیسی او په غزه کې د حماس مشر یحیی سنور دی.

اسرایل تر اوسه په غزه کې د بمبارۍ د درولو لپاره نړیوال فشار ته غاړه نه ده ایښې او د اکتوبر پر اوومه چې د حماس په بریدونو کې په جنوبي اسرایل کې شاوخوا 1,200 کسان ووژل، په بدل کې یې تر اوسه نیژدې 19,000 فلسطینیان په بمباریو کې وژلي دي.

دا په جګړه کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې د کمولو په لړ کې تازه امریکایي هڅې دي او مقصد یې پر اسرایل فشار راوستل دي چې د "زیات شدت چاڼیز عملیاتو" پر ځای د هغو هدفونو او ځانګړو پوځي اډاڼو خلاف "لا هدفي، کره او د استخباراتو په بنیاد" عملیات وکړي چې ډېر اهمیت لري.

د امریکا د حکومت اعلی چارواکي په دې اړه رسنیو ته د معلوماتو ورکولو په وخت د رسنیو دا رپوټونه رد کړل چې ګواکې امریکا اسرایل ته د څو اوونیو یا د دې کال تر پایه وخت ورکړی چې خپل عملیات ختم کړي.

دغه چارواکی وایي د اسرایل جنګي کابینې امریکا ته د جګړې په اړه ممکنه وخت ور ښوولی دی چې تر کله به روانه وي.

دغه چارواکي ویلي، "اسرایل د پوځي عملیاتو لپاره په اول سر کې لا داسې نظرونه لرل چې موږ ورسره ستونځې لرلې"، وایي صدر جو بایډن د جګړې په لومړیو ورځو کې اسرایل ته د خپل سفر په وخت لا دا اندېښنې وړاندې کړې وې.

د غربي غاړې امن

ټاکل شوې چې د امریکې د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوېن د جمعې په ورځ د رملا ته لاړ شي او هلته به د فلسطین د چارو له صدر محمود عباس سره ویني او په غربي غاړه کې د امن په اړه به ورسره خبرې کوي.

په غربي غاړه کې د هغو اسرایلي وګړو له خوا د تشدد پېښې د اکتوبر له اوومې را وروسته زیاتې شوې دي چې په سیمه کې اباد شوي دي. صدر بایډن او نورو امریکایي چارواکو بیا بیا له اسرایلو د دغو خلکو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

رپوټونه د امریکاییي چارواکي له خولې وایي جیک سولیوېن به د غزې د راتلونکي په اړه هم خبرې کوي چې جګړه ختمه شي نو امریکا غواړي پر دې ساحلي پټۍ بیرته خپله فلسطینیان حکومت وکړي نه ده چې اسرایل یې ونیسي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي‌ دي.

Forum

XS
SM
MD
LG