لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران یو تن اسرایل ته د جاسوسۍ په تور تېزندي کړی دی


ایران یو تن په دې تور چې وایي د اسرایل د استخباراتي شبکې موساد لپاره یې کار کاوه، د خالي - شبې په ورځ تېزندي کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا خبر ورکړی چې دغه تورن تن د ایران په سویل ختیځ سیستان بلوچستان ولایت کې د زاهدان په زندان کې د اسرایل د جاسوسۍ په تور تېزندي کړل شوی دی.

ایران تیزندي کړل شوي شخص نوم اؤ نور تفصیلات مخې ته نه دي راوړي خو ویلي یې دي چې په هغه د بهرنیو استخباراتي شبکو په ځانګړي ډول د اسرایلي استخباراتي شبکې موساد سره د تماسونو تور ؤ.

د ایران د سرکاري خبري شبکې له مخې دغه تورن تن د خپلو ملګرو په مرسته حساس معلومات راټولول اؤ د موساد په ګډون یې یو شمیر بهرنیو استخباراتي شبکو ته خفیه دستاویزات هم ورکړي وؤ.

د اسرایل له لوري لا په سمدستي توګه په دې اړوند څه بیان مخې ته نه دی راغلی.

ایرنا دعوه کړې ده چې تورن تن د ایران مخالفو ډلو اؤ تنظیمونو لپاره د پروپېګنډې د مقصد لپاره د موساد افسر ته خفیه دستاویزات سپارلي وؤ خو ایراني خبري شبکې بیا دا نه دي ویلي چې تورن تن دغه خفیه دستاویزات چرته لیږلي وؤ؟

دا واضحه نه ده چې تورن تن کله نیول شوی ؤ خو ارنا دعوه کړې ده چې د هغه اپیل مسترد کړی شوی ؤ.

ایران د موساد لپاره د مخبرۍ په تور دا تن په داسې حال کې تېزندي کړی چې یوه ورځ وړاندې بلوڅ افراطیانو د سیستان بلوچستان صوبې په یوه پولیس تاڼه برید کړی ؤ اؤ ۱۱ عسکر یې وژلي اؤ‌ګڼ شمیر نور یې ژوبل کړي وؤ.

سرکاي خبري شبکې دعوه کړې ده چې په ځوابي کارروایۍ کې د جیش العدل نومې تنظیم دوه برید کوونکي هم وژل شوي دي.

د ايران سيستان بلوچستان ولايت له افغانستان او پاکستان سره ګډې پولې لري او په دغه ولايت کې اکثره د امنيتي ځواکونو او سني وسله والو ترمنځ نښتې کیږي.

د ایران په دغه صوبه کې اکثریت مسلمانان له سني فرقې سره تړاو لري.

یادونه:- په دې خبر کې شامل معلومات د رویټرز خبري اژانس څخه اخیستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG