لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ای پي ایس پېښې د ماشومانو میندې پلرونه وایي نهه کاله وروسته یې هم د زړونو زخمونه تازه دي


د پېښور د آرمي پبلک سکول د غميزې نن نهمه کلیزه په داسې حال کې لمانځل کيږي چې په خېبرپښتونخوا کې يو وارې بيا بدامنۍ زور نېولی او پرله پسې ترهګریزو بريدونو کې امنيتي ادارو او عام ولس ته درنې مرګ ژوبلې اوښتې دي.

د اي پي ايس خونړۍ پېښه کې د وژل شوو ماشومانو ميندې اؤ پلرونه وايي د اولادونو د غم پرهرونه يې هغه شان تازه او تلپاتې دي.

طفيل خټک د آرمي پبلک سکول د پېښې د ځپل شوؤ هغه پلارانو څخه يو دی چې دغه خونړۍ پيښه کې یې يو زوي د خارو لاندي شو او بل ژوبل شوی و.

هغه وايي د زوي د بيلتون غم دومره ژور او زورور دي چې خلاصون تري ګران دی، "د پښتو يوه سندره ده «ژوند خو مې هغه وو چې ته يوړلو، اوس په کومه لار درپسي ګرځمه، پرېږده چې بېمار درپسې ګرځمه»، دا مو حالت دی".

طفيل خټک چې د خپلو زامنو په قرباني يې د حکومت نه څه قسمه مراعات نه دي اخستي، خو د رياست نه غوښتنه کوي چې د ترهه ګرۍ ښکار ټولو بې وزله کورنيو ته دې د رياست لخوا تعليمي ادارو کې ځانګړي سيټونه ورکړل شي۔

د پېښور ارمي پبلک سکول چې په ورسک روډ موقعيت لري په دې روډ په تيرو دوه دريوؤ مېاشتو کې دوه بمي چاودني وشوې.

په دې روډ چې يو شمېر تعليمي ادارې دي، مياندې پلرونه وايي چارواکو ته پکار ده چې ددي سړک د امنيت چارې نورې هم کوټلي کړي۔

فواد حفيظ چې د سکول نه دخپل ماشوم کور ته دبوتللو دپاره په ورسک روډ د يو شخصي سکول نه بهر ولاړ دی ډېوه ته وايي:

"کله چې راته معلومات وشول چې دلته دهماکه شوي نو بلکل زه رپېدم چې که دا دهماکه په ورسک روډ باندې شوي وي نو چې څه چل به شوي وي ايا زما بچي پکې خوندي وي که نا؟ بيا چې کله دلته ما پرنسپل سره رابطه وکړه نو هغه راته د خير او عافيت مسيج راکړو چې زمونږ سکول په خير او عافيت دی"

وايس اف امريکه ډېوه د ورسک روډ د امنيت د چارو په سر څو واري د اعلا پوليس چارواکو د دريځ اخستو هڅه وکړه خو جواب يې و نه وویلو۔

څيړونکی او خبريال طارق وحيد وايي د پاکستان رياست په تيرو دوؤ لسيزو کې د لويو لويو ترهه ګريزو پيښو نه زده کړه ونه کړه .

هغه وايي دلته له یوې پېښې وروسته د بلي انتظار کيږي، که د ارمي پبلک سکول د پيښې وروسته په عملي توګه په نيشنل ايکشن پلان عمل شوی وای نو نن به دومره بد امني نه وه۔

"په هغه نيشنل ايکشن پلان کې که په شلو نه په لسو نکتو هم عمل درامد شوی وای نو زما په خيال نن به مونږ دا شميره نه کوله چې په کال ۲۰۲۳م کې د کال۲۰۱۳م وروسته د ترهه ګرۍ زيات واقعات وشو که صرف په لسو نکتو په کوټلې طريقې سره عمل درامد شوی وای نو مونږ به نن دا ژړا فرياد نه کولو چې نن په لکي مروت کې دا وشو په خيبر کې دا وشو په پيښور کې دا وشو"

د انسټيټیوټ اف کنفلکټ سډيز وروستۍ شميري ښیي چې د تير کال په نسبت پاکستان کې سږکال د ترهه ګرۍ په پيښو کې يو اتيا فيصده زياتوالی راغلی دی او نژدي په شپږو سوو ترهه ګريزو بريدونو کې نهه سوه کسان وژل شوي دي۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG