واشنګټن – د ملګروملتونو د امنیت شورا په غزې پټۍ کې د اوربند د غوښتنې په مسوده باندې نن د ګل یا دوشنبې په ورځ رایه اچوي تر څو فلسطینیانو ته په خوندي حالاتو کې بشري مرستې ورسېږي.
په دغې قانوني مسوده کې چې د ګڼو خبري ادارو لخوا لیدل شوې د یو بیړني او پایداره اوربند غوښتنه شوې چې په خوندي توګو اړمنو کسانو ته بشري مرستې ورسېږي.
په ټرکونو کې ببار مرسته غزې ته روانه ده او اسرایلو تېره اونۍ غزې ته د مرستو لېږلو لپاره یوه بله سرحدي لاره هم پرانیستې ده.
د ملګروملتونو د بشري مرستو اداره وايي، د شنبې یا خالي په ورځ ۱۲۱ ټرکونه غزې ته ننوتي چې دا په ورځ کې د ۵۰۰ ټرکونو څخه چې له جګړې مخکې به یې غزې ته مرستې رسولې ډېر کم دي.
د امنیت شورا هغه بله مسوده چې چې د بشري اوربند غوښتنه پکې شوې وه د دې میاشتې په سر د امریکا لخوا د ویتو کېدو له امله نه وه تصویب شوې.
امریکا او اسرایلو ویلي وو چې دغه اوربند به حماس ته ګټه ورسوي.
د ملګروملتونو عمومي اسامبلۍ دې لږ وروسته بیا دې ته ورته مسوده په غوڅ اکثریت تصویب کړې وه خو هغې کوم قانوني لازم والی له ځانه سره نه درلود.
تر دې مخکې د برتانیې، جرمني او فرانس مشرانو په غزه کې د ډزبندۍ غوښتنه کړې ده، مګر د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د اتوار/یکشنبې په ورځ ژمنه کړې چې تر اخره به خپلې جګړې ته دوام ورکوي.
په داسې وخت چې د حماس په ولکه کې ګیر اسرایلي وګړو د خلاصو لپاره تازه خبرې شورو شوي، د ذرایعو له قوله رایټرز خبرې اداره لیکي چې د اسرایل او حماس ترمنځ جګړه کې مینځګړتوب کوونکې هیواد د قطر وزیراعظم سره د اسرایل د استخباراتي چارو مشر لیده کاته کړي.
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د کابینې اوونیزه غونډې ته وینا کې د وژل شوو اسرایلي پوځیانو د کورنیو لخوا ورلیږل شوی خط ولوستلو او ویې ویل: "د وژل شوو عسکرو وصیت مونږ ته لارښوونه کوي.
مونږ به تر اخره جنګیږو او مونږ به خپل تمام مقاصد ترلاسه کوو چې په هغې کې د حماس له مینځه وړل، د خپل تمام قیدیانو خوشې کول، او دا به یقیني کول وي چې غزه به بیا د ترهګرو لپاره مرکز نه جوړیږي چې د اسرایلي ریاست په ضد راولاړ شي او د اسرایلي ریاست په ضد بریدونه اوکړي. مونږ به تر اخره پورې جګړه کوو. د خپل وژل شوو عسکرو لپاره او دلته د خپلو ژوندونو د یقیني کولو لپاره."
په اسرایلي مشرانو د برمته شوو اسرایلي وګړو د خلاصولو لپاره داخل کې فشار سیوا شوی. په تل ابیب کې د تښتول شوو اسرایلیانو د خپلو خپلوانو راخوشې کولو لپاره مظاهره شوې ده.
Forum