لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په ملګروملتونو کې له پاکستاني طالبانو سره د عصري یا ماډرن وسلو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې


پاکستان له پاکستاني طالبانو سره د عصري یا نویو وسلو په اړه د پلټنو غوښتنه تېره اونۍ کړې.

هم دغه اونۍ یوې نوې تندلارې ډلې د خېبر پښتونخوا درابن سیمه کې په ملېشه ځواکونو ځانمرګي برید کې ۲۳ پوځیان وژلي وو.

برید د شپې په توره تیاره کې شوی وو. څېړونکي وايي داسې حملې له عصري وسلو پرته امکان نه لري.

پاکستان کې د واشنګټن پوسټ خبریال حقنواز خان ډیوې ته وویل،

"په هغه وسلو کې دوربينونه دي، نائټ ګاګلز دي پکې، دغه شان لېزر ګنې پکې دي او ترمل ټوپکې دي پکې، نو دا دې وخت د پاکستان ځواکونو د پاره د پريشانۍ خبره ده"

پاکستاني چارواکو له طالبانو سره د وسلو په اړه کوم تفصیل یا ورکړی نه دی او يا يې په دې اړه ډېر لږ څه ویلي خو د مېډیا رپوټونه وايي چې وسله والې ډلې اوس په شپه کې د خپل مخالف حرکت لیدلی شي ځکه چې هغوی عصري نایټ ګاګلز لري.

دغه شان د کلاشنکوف په ځای لېزر او شیشناکې ټوپکې لري او کولی شي مخالف د لرې نه په نښه کړي او دا هغه وسلې دي چې تر ډېره په ځايي بازار کې نشته.

د وسلو ځايي سوداګر مصطفی خان وايي،

"دا چې کله طالبان په واک کې راغلل، نو هغه د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر مونږ ته خطونه وليکل چې دغه وسله به تاسو اخلۍ يا خرڅوې نه، نو د هغه وینا مطابق مونږ څه قسمه خريدو فروش نه دې کړې"

پاکستان داسې تمه کوله چې افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ سره به د ډیورنډ بلې غاړې پاکستان لور ته امنیت سم شي خو په روان کال کې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتنو په سیمو کې په پاکستاني پوځیانو حملې زیاتې شوي. څېړونکي په حملو کې د زیاتې مرګ ژوبلې اړولو علت، د طالبانو سره عصري وسلې ښيي.

ښاغلی حقنواز خان زیاتوي،

"پاکستاني طالبان او بيا افغانستان کې چې طالبان په واک کې راغلي نو د پاکستان دريځ هم دا دی، ګني چې هغوي يو بل سره په يو صفحه باندې دي، په يو سوچ باندې دي، د يو بيعت لاندې دي، نو په دې وجه باندې پاکستاني طالبانو ته دغې وسلې ته رسېدل يا دغه وسله په لاس کې اخېستل اسان دي، چې په هغې خطرناکه وسله او جديده وسله هم ده"

په امریکا کې ځینو پوځي او غېر پوځي چارواکو ویلي چې افغانستان کې پاتې وسلې اووه (۷) اربه ډالره پورې ارزښت لري. په دغو کې د جنګي هېلي کاپټرو په ګډون د جګړې لپاره جدید یا عصري سامان الات شامل دي.

پاکستان داسې ګمان کوي چې پاکستاني طالبانو په دغو کې ځیني وسلې ترلاسه کړي دي خو کوم ثبوت یې نه دی ورکړی.

د پاکستان لنډ مهالي وزیر اعظم انوارالحق کاکړ او نورو چارواکو مخکې څو وارې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا نه پاتې وسلې اوس د وسله والو په لاسو کې دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG