لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بالاچ بلوچ د وژنې د پېښې پر ضد له بلوچستان څخه  پېل شوی لانګ مارچ پنجاب صوبې ته رسېدلی، خو وايي پوليس وﺭته خنډونه جوړوي


احتجاج کونکي د بلوچستان او پنجاب سرحدي ښار ډيره غازي خان ته تيره شپه رسېدلي او هلته يې احتجاج دوام لري.

وايي په احتجاجي شکل کې يې د اسلام اباد پر لوري لانګ مارچ روان دی، خو پوليس د هغوی ملګري نيولي او دوی ته ډول ډول خنډونه جوړوي.

د پنجاب پوليس وايي نيول شوي احتجاج کونکي يې بيرته خوشي کړي، خو دا يې نه دي ويلي چې څو احتجاج کونکې يې نيولي.

د بلوچ يکجهتي کونسل ارګنايزره ماه رنګ بلوچ د ټيلي فون له لارې ډيوه ته وويل، "زموږ پينځلس ملګري د ډيره غازي خان پوليسو نيولي و او اوس يې راخوشي کړي خو دوی موږ ته خنډونه جوړوي."

د نوم نه ښولو په شرط د پنجاب پوليس يوه لوړ پوړي چارواکي ډيوه ته وويل د پنجاب صوبې حکومت په ډيره غازي خان سيمه کې ماده 144 لګولې او پر احتجاجي غونډو يې بنديز لګولی وو نو ځکه يې ياد احتجاج کونکي نيولي خو بيا يې بيرته خوشي کړي.

د بلوچستان له تربت سیمې څخه دوه اونۍ وړاندې پېل شوی احتجاجي لانګ مارچ له بېلا بېلو بلوڅو سيمو څخه راتېرېدو نه وروسته د بلوچستان په سر ښار کوټه کې درې ورځې احتجاج کولو پس د اسلام اباد پر لوري روان شو.

ډاکټر ماه رنګ بلوچ ډيوه ته وويل،
"زموږ غوښتنې دي چې زموږ په سيمو کې دې د پاکستاني امنیتي ادارو عمليات او په هغه کې د ځوانانو د ممکنه وژنې د پېښې د پلټنو تر څنګ په صوبه کې د پوليسو د مقابلو د بندېدو او لا درکه بلوڅانو د موندنې غوښتنه کوي."

نن د دوشنبې په ورځ جان اڅکزي د ډيوه د سوال په ځواب کي وويل د احتجاج کونکو اولنۍ غوښتنې منل شوې خو هغه وويل،" دا احتجاج د ترهګرو ډلو د ګټو لپاره کېږي چې هيڅ جواز نه لري."
د ترهګرۍ ضد پوليس سي ټي ډي د روان کال د نومبر د 22مې او 23مې په منځنۍ شپه په تربت کې د "څلورو ترهګرو" د وژلو دعوه کړې وه چې د بالاچ په نامه ځوان هم په کې وو.

د بالاچ کورنۍ ادعا کوي چې بالاچ بې ګناه و او پاکستاني عسکرو له اوله هغه له خپله کوره پورته کړی، د هغه مقدمه په عدالت کې روانه وه خو څو ورځې پس د هغه مړی د پوليس په مقابله کې د وژل شوو کسانو سره وموندل شو.

د ترهګرۍ ضد پوليسو سي ټي ډي له احتجاجونو پس هغه وخت يو بيان خپور کړی او دا يې منلي چې بالاچ بلوچ له دوی سره په مقدمه کې بند و خو په تربت کې هغه شپه د ځانګړو عملياتو پر وخت د بالاچ وسلوالو ملګرو د پوليسو پر موټر وسلوال بريد کړی چې د پولیسو په موټر کې له اوله ناست بالاچ پکې وژل شوی او د پوليسو په ځوابي ډزو د هغه درې بريدګر ملګري وژل شوي دي.
د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي څو ورځې وړاندې ډيوه ته ويلي و چې د دې باجود چې بالاچ بلوچ په يولس ترهګريزو پېښو کې لاس درلود خو بيا هم د هغه د وژنې د پېښې اړوند حکومت د عدالت په حکم د سي ټي ټي پوليس ځيني چارواکي له دندو ليري کړي د هغوی پر ضد يې مقدمه درج کړې او د پېښې پلټنې يې پیل کړي.
اسلام اباد ته په روان احتجاجي لانګ مارچ کې د وژل شوي ځوان بالاچ بلوڅ کورنۍ او د نورو لادرکه بلوڅانو کورنۍ سياسي او مندني فعالان په ګڼ شمېر شامله ده، دوی وايي انصاف دې ورسره وشي.
ډاکټر ماه رنګ بلوڅ وويل د دوی د ملګرو پر ضد د بلوچستان په کوهلو او ځينې نورو سيمو کې مقدمې درج کړې دي او حکومت لدې لارې د دوی مخ نيوی غواړي خو وايي دوی به خپل احتجاج د غوښتنو تر منلو پورې جاري ساتي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG