د امریکا دفاع وزیر لائيډ آسټن اسرایل ته د خپلې تازه دورې پر مهال ټینګار کړی چې اسرایل ته په کار ده په غزه کې د پوځي کاروایۍ په لړ کې د عوامو خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي. آسټن یو ځل بیا وویل چې د حماس په ضد جګړه کې، د اسرایل سره د امریکا د ملاتړ ژمنه "غیرمتزلزله" ده.
د امریکا دفاع وزیر په تل ابیب کې د اسرایل د دفاع وزیر یوواو ګېلنټ سره په یو مشترک خبري کنفرنس کې غوښتنه وکړه چې د حماس په ولقه کې پاته اغوا شوي اسرایلي وګړي دې راخوشې کړی شي او دا یې هم وویل چې اسرایل بالکل د ځان د دفاع حق لري. د اسټن وینا وه چې امریکا به "د جګړې پر مهال د عوامو په تحفظ او غزې ته د بشري امداد د بهیر په زیاتېدو ټینګار ته دوام ورکړي."
ښاغلي آسټن وویل: "مونږ په دې هم ښې خبرې وکړې چې څنګه د ډېرو شدیدو عملیاتو نه، لږ شدیدو او زیاتره سرجیکل عملیاتو ته تګلاره بدله شي. مونږ په دې ټولو مسایلو ښې خبرې وکړې."
د امریکا دفاع وزیر د جګړې نه وروستو د اسرایل او فلسطین ترمنځ د دوه-ریاسته حل لارې په اړه هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې ناامني او عدم استحکام صرف د حماس ډلې په ګټه تمامیږي.
آسټن وویل چې اسرایل به په غزه کې کرار کرار د خپلو عملیاتو دویم پړاو ته داخليږي او ځایي خلکو ته به اجازه ورکوي چې د پټۍ شمالي سیمو ته بېرته ستانه شي.
بل اړخ ته د اسرایل دفاع وزیر یوواو ګېلنټ وویل: "په هره برخه کې چې مونږ خپل مېشن حاصل کړی، هلته به مونږ وکړی شو چې په تدریج سره بل پړاو ته ولاړ شو او په دې کار وکړو چې ځایي خلک بېرته راولو. په دې معنا چې دا مقصد ممکن د پټۍ په شمالي سیمه کې د جنوبي سیمې په نسبت، ژر حاصل کړی شي."
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا یا سېکوریټي کونسل کې یو ځل بیا په دې رایه اخېستنه کیږي چې په غزه پټۍ کې دې انسان دوستانه ډزبندي وشي.
څو خبري ادارو چې د سېکوریټي کونسل دا نوې مسوده لیدلې ده، وایي چې په دې کې د بشري مرستو د محفوظه او پر وخت رسېدو دپاره، "د دښمنیو د یوې فوري او دوامداره خاتمې" مطالبه شوې ده.
د بشري حقونو د څار تنظیم (اېچ آر ډبلیو) د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د اسرایل ریاست "په مقبوظه غزه پټۍ کې د [خلکو] په لوږه کې ساتل، د جنګ د یوې وسیلې په حیث استعمالوي، کوم چې یو جنګي جرم دی."
هیومن رایټس واچ زیاته کړې ده چې د اسرایل جګپوړي چارواکي "عام بیانونه ورکړي دي او خپل مقصد یې ښکاره کړی چې په غزه کې عوام د خوراک، اوبو، او تیلو نه محرومه کړي، او دا بیانونه د هغه پالیسۍ څرګندونه کوي چې د اسرایل ځواکونه یې عملي کوي."
بل پلو په مرستو بار ټرکونه غزې ته په رسېدو دي او اسرایل تېره هفته د دې مرستو دپاره غزې ته یوه بله لاره هم پرانېستله، مګر د ملګرو ملتونو د بشري امداد اداره وایي، هغه ۱۲۱ ټرکونه چې د خالي/شنبې په ورځ غزې ته ننوتل، ډېره کمه اندازه ده، ځکه د جګړې نه وړاندې به هره ورځ غزې ته پېنځه سوه ټرکونه تلل.
Forum