د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وایي د اګست کال ۲۰۲۱ نه راپدیخوا ( له کله راهسې چې افغان طالبان واکمن شوي) تر اوسه د افغانستان شپاړسو (۱۶) وګړو د پاکستان دننه ځانمرګي بریدونه کړي اؤ په سرحدي ضلعو کې امنیتي ځواکونو سره نښتو کې د پېنځه شپېته (۶۵) ترهګرو پېژندګلو دافغان وګړو په توګه شوې ده.
برتانوي ورځپاڼه ټیلي ګراف کې خپره شوې خپله یوه لیکنه کې ښاغلي انوار الحق کاکړ ویلي، موږ به هغه (افغان) موسیقاران،خبریالان اؤ د بشري حقونو فعالین له هیواده نه وباسو چې ژوند یې له ګواښونو سره مخ دی، خو وایي د دې لپاره موږ ته د نورو هیوادونو د مرستې ضرورت دی.
انوار الحق کاکړ لیکلي، پاکستان کې چې د ترهګرۍ کومې پېښې رامنځته شوي ،هیڅ یو ذمه داره حکومت دا رقم اندېښنې له نظره نه شي غورځولی خو وایي مونږ چې کله دا ستونزه د افغان طالبانو د لنډ مهاله حکومت سره راپورته کړه نو هغوي مشوره راکړه چې خپلې ستونزې باید د خپل کور دننه هوارې کړئ.
نګران وزیر اعظم لیکي،اوس بالاخره مونږ د خپل کور د سمولو په اړوند د هغوی د مشورې عملي کولو پرېکړه کړې ده.
ښاغلي کاکړ پخپله لیکنه کې زیاته کړې ده چې د تېرو دریو، څلورو لسیزو په مهال د څلورو نه نیولي تر پینځوو میلینو پورې کډوال پاکستان ته راغلي دي اؤ ګڼ شمیر کډوال پاکستان کې په غیر قانوني توګه میشت دي.
هغه ویلي په تېرو څو لسېزو کې چې پاکستان ته په غیرقانوني توګه څومره کډوال راغلي دا د ایرلینډ د ټولې ابادۍ برابر دي، خو اوس دوی ته د نورې استوګنې په اجازې ورکولو مونږ خپل ملي امنیت د ګواښونو سره نه شو مخ کولی.
د کاکړ په وینا، "میلمه پالنه د پاکستان په ډي این اې کې ده اؤ د کډوالو په اړه د 1951 په کنونشن د لاسلیک نه کولو باوجود "مونږ په پراخه سینه د کډوالو میلمه پالنه کړې ده، خو اوس ډیر خلک دلته د نورې استوګنې حق نه لري ځکه نو مونږ به خپلې قانوني ،اخلاقي اؤ انساني ذمه وارۍ ترسره کوؤ."
د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر اعلان کړی وو، غېر قانونه غېر ملکيان دې د 31م اکتوبر پورې په خپله له هیواده وځي، کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي.
ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو، پاکستان کې پښتنو ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې د افغان کډوالو د بيرته ستنولو پرېکړه واپس واخلي.
خو د پاکستان لخوا اعلان شوې نېټې وروسته د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د غېر قانونه غېر ملکيانو نيولو لړۍ پېل شوې او پاکستان وايي، د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (رېډيو پاکستان) ترمخه، د پاکستان نه تراوسه پورې څلور لکه 35152 افغانان بيرته لېږل شوي دي. د سرکاري رېډيو په وېب پاڼه پرون خبر ورکړی شوی، ويل شوي تېره ورځ (د خالي/شنبې په ورځ) 1634 غېر قانونه افغانان بيرته ستانه شوي دي.
Forum