لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان الېکشن کمېشن د امېدوارانو دپاره هدايات جاري کړي


د پاکستان الېکشن کمېشن په انتخاباتو کې د برخه اخستونکو امېدوارانو يا کانديدانو دپاره د کاغذات نامزدګۍ هدايات جاري کړې، د صوبايي اسمبلۍ او قومي اسمبلۍ د امېدوار دپاره د فيس او اهليت په حواله تفصیل ویل شوی دی.

د هداياتو ترمخه، د نومول کېدو يا نامزدګۍ د کاغذاتو د فارم فيس 100 روپۍ، د قومي اسمبلۍ د څوکۍ د امېدوار دپاره فيس 30000 روپۍ او صوبايي اسمبلۍ د څوکۍ دپاره فيس 20000 روپۍ دي او دا فيس به ناقابل واپسي وي.

ویل شوي، د نامزدګۍ کاغذونه د 20م دسمبر نه تر 22م دسمبر پورې د متعلقه ريټرنګ افسر په دفتر کې سهار د اته نيمو نه تر مازيګر څلور نيمو بجو پورې جمع کېدی شي.

د نامزدګۍ د کاغذونو سره به د هغه د تجويز کوونکي او تاييد کوونکي د شناختي کارډ مصدقه کاپي، او د ووټ سرټيفيکېټ چې د ضلعې د الېکشن کمشنر د دفتر څخه جاري شوی وي، هم جمع کولی شي.

امېدوار به د درېو کالو د انکم ټکس اسناد جمع کوي، او فيسونه به د ريټررننګ افسر سره، د بېنک ډرافټ د لارې يا په نيشنل بېنک کې جمع کولی شي.

څوک امېدوار جوړېدی شي؟

امېدوار به د پاکستان شهري وي، عمر به یې د 25 کالو نه کم نه وي، د قومي اسمبلۍ ممبر د ملک د هر ځای ووټر کېدی شي، او د صوبايي امېدوار به د متعلقه حلقې ووټر وي او د قومي اسمبلۍ د ښځو د ځانګړو څوکیو امېدوار به د متعلقه صوبې ووټر وي.

د امېدوار د اهليت يا نا اهلۍ په باب د ايين د 62مې او 63مې مادې حواله ورکړی شوې ده چې هغه دې وکتل شي.

په هداياتو کې ويل شوي، د جنرل څوکو دپاره تجويز او تاييد کوونکي به د متعلقه حلقې وي.

او په اخره کې د انتخاباتو د اخراجاتو ويل شوي چې هر امېدوار به په کوم بېنک کې ځانګړی اکاونټ جوړوي يا به د وړاندې نه د موجود اکاونټ تفصیلات جمع کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG