لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الیکشن کمیشن: په کوز جنوبي وزيرستان کې د ښځو رایه ورکوونکو شمېر تر ټولو کمی دی


د الیکشن کمېشن د شمېرو ترمخه پہ تېره یوه لسیزہ کې د نارینه وو او د ښځو د رجسټرډ ووټونو ترمنځ فرق پہ ړ‎ومبي ځل د لس میلین نفر نہ راکم شوی دی.

دا وخت پہ ھېواد کې د ښځو د رجسټرډ ووټونو شمېر 59.32 میلینہ او د نارینه وو شمېره 69.26‎ میلینہ ده. پہ پښتونخوا او پہ ځینو قبایلي ضلعو کې بيا پہ عمومي کچه په دې کې نور هم توپیر دی.

اليکشن کمېشن وايي په کال 2018م کې په هېواد کې د ښځو او د سړیو د ووټونو د اندراج دا فرق 12.49 ميلینه نفر وو خو اوس دا کمي 9.4 ميلينه نفر دي.

وايس اف امريکه ډېوه سره خبرو کې د خېبر پښتونخوا د اليکشن کمېشن وياند سهيل احمد اويل۔ ‘‘په دي کې چې کوم تناسب دی د زنانوؤ او نارينو په منځ کې په هغې کې مخکې د لس فيصد نه زيات و، دوولس فيصد او دیارلس فيصد وو، په هغې کې کافي کمي راغلې ده، اوس راکم شوي دي دا فرق او په دې وخت تقريباً نهه فيصد ته راغلي دي‘‘۔

په پښتونخوا کې د زنانو تر ټولو کم ووټونه په نوې بېلې شوې کوز جنوبي وزيرستان کې دلته د ټولو اندراج شويو ووټونو يواځې 34 فيصده د ښځو دي.

د اليکشن کمېشن چارواکي وايي په صوبه کې اته ضلعې داسې دي چرته چې د زنانوؤ درج شوو ووټونو فيصدي د 45 نه کمه ده.

کمیشن وایي په دې کې په پيښور کې 44.71 فيصدي په شمالي وزيرستان کې نژدي 42 فيصدي، مومندو کې نژدي 42 فيصدي، په هنګو کې 34 فيصدي، بره دير کې 44.5 فيصدي او دا شان کوز دير کې 44.6 فيصدي اندراج شوي ووټونه د ښځو دي.

د عوامې نېشنل پارټۍ د خېبر پښتونخوا ويانده د صوبایي اسمبلۍ پخوانۍ غړې ثمر هارون بلور وايي زنانه په ووړټونو کې اندراج کول او بيا ورته د رايې اچولو زمينه برابرول لا ډېر کار غواړي.

هغه وايي‘‘ اليکشن کمېشن ته پکار ده چې دې دپاره د يو اوږد کمپاين په ذريعه يو عامه پوهې لپاره څه څیز جوړ کړي او پکار دا ده چې هر کور کې دا علم و رسي چې ووټ يو قومي فريضه ده دې کې د نارينو او زنانوؤ دواړو برابر حق دي‘‘۔

په ټوله صوبه کې هري پور او د حيرانتيا تر حده کوهستان يواځینۍ داسې دوه ضلعې دي چې پکې په اندراج شوي ووټونو کې د زنانوو برخه د 47 فيصدي نه بره ده.

په کال 2017م کې د يو سروې ترمخه په هېواد کې 103 ضلعې داسې وي چرته چې د زنانو او نارينو ووټونو کې فرق د 10 فيصده نه زيات وو، د کوم وروسته اليکشن کمېشن په دغو ضلعو کې د نادرا سره په شريکه د شناختي کارډونو جوړولو او د ښځو د ووټونو د اندراج منصوبه پيل کړې وه چې تر دې دمه دوام لري۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG