واشنګټن – د امریکا یوې محکمې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ادعاو له مخې د حزب الله یو جګ پوړي کس باندې د ترهګرۍ تورونه اعلان کړي او وايي، په بونس آیېرېس کې یې په یهودي ټولنه باندې د ۱۹۹۴ کال بمي چاودنې تنظیمې کړې وې چې ۸۵ کسان پکې وژل شوي وو.
د نیویارک په منهاتن کې حکومتي څارنوال وویل، ۵۸ کلن سمیول سلمان الرضا د ۱۹۹۳ کال راهیسې په جنوبي امریکا، اسیا او لیبنان کې د حزب الله فعالیتونه تنظیموي.
د ایران پلوې حزب الله ډله یوه شعیه ډله ده چې په درنو وسلو سمبال ده او په لېبنان کې یې له حکومت سره ایتلاف جوړ کړی.
څارنوالانو ویلي، چې الرضا په لېبنان کې اوسېږي او ډېر وخت هلته وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۹ کال کې په الرضا باندې بندیزونه ولګول او د هغه د ځای په اړه د معلوماتو په شریکولو یې د اوه میلیونو ډالرو جایزه اعلان کړه.
ارجنټاین همدارنګه په بونېس اېریس کې په ۱۹۹۲ کال کې د اسرایلو په سفارت باندې برید کې هم حزب الله تورنوي په کوم کې چې ۲۹ کسان وژل شوي وو.
Forum