لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګروملتونو له طالبانو سره د نورې مستقیمې ښکېلتیا غوښتنه کړې


د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مشر ځانګړې استازې روزا اوتنبېیېوا
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مشر ځانګړې استازې روزا اوتنبېیېوا

واشنګټن – د ملګروملتونو یو لوړ پوړي چارواکي له طالبانو سره د هېواد دننه او د باندې د لا زیاتې نېغ په نېغه ښکېلتیا غوښتنه کړې تر څو له نړیوالې ټولنې سره د دغه هېواد له چلنجونو ډکې اړیکو ستونزه حل شي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مشر ځانګړې استازې روزا اوتنبېیېوا د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ملګروملتونو امنیت شورا غړو ته په خپلې وینا کې وویل، له طالبانو سره ښکېلتیا د طالبانو نظام ته د قانوني مشروعیت ورکولو په معنی نه دي.‌

اوتنبېیېوا وویل، "له دغې ښکېلتیا څخه د نه موافقې د څرګندولو او بدلون ته د هڅولو لپاره کار اخېستل کېدای شي."

هغې زیاته کړه، په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په ګڼو مسلو کې له طالب چارواکو سره "بریالۍ خبرې" درلودې چې په دغو مسلو کې د نشي توکو پرضد د مبارزې او د بشري حقونو مسلې هم شاملې دي.

د اوتنبېیېوا لخوا له طالبانو سره د نېغ په نېغه ښکېلتیا خبرې څو ورځې وروسته له هاغې شوې چې د ملګروملتونو د باور ورکولو کمېټې د دریم پرلپسې کال لپاره دا رد کړه چې په ملګروملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې طالبانو ته ورکړل شي.‌

که څه هم طالبانو له دوو کالو څخه د زیات وخت راهیسې په افغانستان باندې قبضه کړې، تر اوسه هم د طالبانو رژیم د هیڅ کوم هېواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی او په ګڼو مهمو مشرانو یې لا سفري بندیزونه دي.‌

د ښځو په زده کړو او کار باندې د طالبانو محدودیتونه او د ټول ګډ حکومت جوړېدو ته زړه نه ښه کول هغه مهم دلایل دي چې د طالبانو رژیم یې تجرید او یواځې کړی دی.‌

اوتنبېیېوا همدارنګه له طالب مشرانو څخه وغوښتل خپل توپیري سیساتونه دې بدل کړي او له هغو نړیوالو قوانینو سره دې ځان برابر کړي چې افغانستان لاسلیک کړي دي.

هغې زیاته کړه، د دې پر ځای چې افغانستان بېرته له نړیوالې ټولنې سره یوځای شي نو د ټولو ښکېلو غاړو لخوا به جوړجاړي ته اړتیا وي.‌

په ملګروملتونو کې د امریکا استازي رابړټ ووډ د امنیت شورا له غړو څخه وغوښتل چې "په طالبانو باندې فشار راوړلو کې په ګډه کار وکړي تر څو خپل ویجاړونکی طبعیت بدل کړي."

ووډ وویل، "طالبان باید له افغانانو سره جدي خبرو ته کښیني چې د دوی د ارمانونو ملاتړ وکړي، د بشري حقونو سرغړونې دې پای ته ورسوي او اړمنو کسانو ته د مرستو رسېدو ته دې اجازه ورکړي."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG