روس اؤ عرب لیګ د چهارشنبې په ورځ په مراکش کې د روس - عرب کو اپریشن فورم په مهال د اسرایل اؤ حماس په جګړه د ملګرو ملتونو نه د یو ګډ قرارداد منظورولو ګډه غوښتنه کړې ده.
دې فورم کې چې په عامه توګه سفارتي اؤ اقتصادي اړیکو ته پاملرنه کوي، دا ځل پکې د غزې تړانګې شخړه پسر کې وه.
د روس خارجه وزیر سرګۍ لاوروف د غونډې په مهال وویل "موږ هیله لرو چې امنیت شورا به (د اوربند په غوښتنه د ولاړ) یو هر اړخیز قرارداد لپاره خپل غږ پورته کړي"
هغه وویل "موږ د ملګرو ملتونو دننه د تماسونو په دوام اتقاق ته رسیدلي یو"
سفارتي سرچینو ای ایف پي ته وویل د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې ته تیاره شوې وه چې د چهارشنبې په ماښام په غزه کې د اسرایل او حماس تر منځ په جګړه کې د یو بل اوربند لپاره په قرارداد رایې واخلي.
د حماس د واک لاندې د فلسطیني سیمې د روغتیا وزارت ویلي، په غزه کې د اسرایل په جګړه کې 1960 کسان وژل شوي، چې ډېری پکې ښځې او ماشومان دي.
په اووم اکتوبر د حماس وسله وال د غزې نه په اسرایل یوه درنه حمله کړې ده اؤ ای ایف پی د اسرایل د سرکاري شمیر شمېرو په اساس ویلي چې په دغه حمله کې د اسرایل خوا شا 1140 کسان وژل شوي وؤ.
د مراکش د بهرنیو چارو د وزیر ناصر بوریتا په مشرۍ ترسره شوې غونډه کې لاوروف او د عرب لیګ د 22 هېوادونو سفارتکارو ګډون کړی و.
د عرب لیګ مرستیال عمومي سکتر حسام ذکي وویل "موږ هیله لرو چې سلامتي کونسل دا قرارداد منظورولی شي اؤ دا چې هیڅ یو مستقل غړی به دا ویټو نه کړي په ځانګړې توګه بیا امریکا"
هغه وویل، "عرب لیګ هیله لري چې امریکا په دې پوهه ده چې د اسراییلو د اقداماتو په وړاندې د نړیوالو د صبر کاسه راډکه شوې ده"
د ویډیو کنفرانس له لارې د عرب لیګ مشر احمد ابوالغیث د "سمدستي اوربند" غوښتنه وکړه او ویې ویل "هر هغه څوک چې په غزه کې د سمدستي اوربند مخالفت کوي لاسونه یې د بې ګناه ولس په وینو سره دي"
ابو الغیت د دوه ریاستي هواري وکالت اؤ د1967 د پولو په اساس زر تر زره د یو فلسطیني ریاست د جوړښت غوښتنه وکړه اؤ وي ویل "د ستونزه جرړه اؤ اصل وجه قبضه ده"
لاواروف دا هم وویل چې "د یو فلسطیني ریاست جوړښت بلکې ددې عمل لا پسې چټک کولو ته سمدستي اړتیا ده ځکه چې د ځېنو سرچینو ونیا ده چې زموږ لویدیځ شراکت دارن غزې نه د لویدیځې غاړې د بیلولو د خفیه پروژو تیارولو په هڅه بوخت دي "
په اتم دسمبر امریکې د اسرایل اؤ حماس تر منځ د جګړې ودرولو په اړوند د ملګرو ملتونو قرارداد ویټو کړی ؤ.
سرچینو ای ایف پي ته ویلي چې د چهارشنبې په ورځ په یو قرارداد رایې وروسته له هغې ورکول کیږي چې د د وشنبې په ورځ د قرارداد د مسودې په لفظونو اختلاف له امله دوه ځله په دې قرارداد رایې وځنډیدې.
"د دې رپورټ مواد د ای ایف پي نه اخېستل شوي دي"
Forum