په غزه پټۍ کې د بشري مرستو رسېدو او د یرغمل کسانو خوشي کېدو ته د لارې جوړولو په مقصد د اسرایل او حماس په جګړه کې د یوې بلې ډزبندۍ لپاره د ملګرو ملتونو پر قرارداد د رایو اچولو بهیر پرله پسې د ویټو کېدو له ډاره ځنډېږي خو تمه څرګندېږي چې نن منظور شي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن په محتاط ډول هیله څرګنده کړې چې امریکا به د غزې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه نوي قرارداد د ملاتړ قابله وي چې پکې به د مرستو رسېدو خبره یوه ستونځمنه مرحله وي.
غزې پټۍ ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره د قرارداد وړاندې کولو او د ټولو غړو هېوادونو د اتفاق له هڅو سره سره د رپوټونو له مخې اسرایل خپلې بمبارۍ ته دوام ورکړی او د جنوبي ښار خان یونس اوسېدونکو ته یې امر کړی چې خپلې سیمې خالي کړي.
بلینکن د شورو- چارشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل، امریکا غزې ته د رفح او کیریم شلوم پولو له لارو د بشري مرستو د رسوونکو هڅو په سر کې ده:
"موږ دا ډاډ تر لاسه کول غواړو چې [د امنیت شورا] قرارداد- چې غوښتنه یې کېږي او اړتیا یې لیدل کېږي- په اصل کې دغو هڅو ته وده ورکوي او داسې څه نه کوي چې د بشري مرستو رسېدو ته زیان ورسوي او نور یې پېچلې کړي، زه هیله لرم چې یو سم ځای ته رسېدای شو".
د اسرایل اتحادي امریکا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې تر اوسه پورې د غزې په اړه دوه قراردادونه ویټو یا رد کړي دي، خو ورسره یې په تېرو څو اوونیو کې پرله پسې پر اسرایل ټینګار کړی چې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي.
اینټني بلینکن په خبري غونډه کې د نړۍ پر هېوادونو هم ټینګار وکړ، چې له حماس ډلې وغواړي د ولس تر شا له پټېدو دې ډډه وکړي، وسلې دې کښېږدي او تسلیم دې شي:
"دا په سبا پورې اړه لري که حماس دا کار وکړي".
امریکا، د دې مهم اتحادیان او عرب هېوادونو تر خپل منځ د اعلی کچې په سفارتي خبرو بوخت دي چې مقصد یې د پنجشنبې- زیارت په سهار غزې ته د مرستو رسېدو په اړه د یو بل قرارداد د ویټو کېدو مخه نیول دي.
د اسوسیېټیډ پریس د رپوټ له مخې امریکا هڅه کوي چې په جګړه کې د وقفې په اړه د قرارداد متن بدل کړي او بل مهم ټکی دا دی چې وایي غزې ته د مرستو کومې لارۍ ځي د هغو کتل او ډاډمنېدل غواړي چې یواځې بشري توکي وړي.
د امریکا صدر جوبایډن د شورو- چارشنبې په ماښام د ویسکانسن ایالت له میلواکي ښاره د را ستنېدو په وخت خبریالانو ته وویل، "موږ اوس په ملګرو ملتونو کې د قرارداد پر څرنګوالي خبرې کوو، چې کېدای شي موږ بیا ورسره د اتفاق جوګه شو".
دغه قرارداد په ملګرو ملتونو کې د عرب اماراتو استازې لانا نسیبه وړاندې کوي، هغه پرون ناوخته ویلي، د لوړې کچې خبرې اترې یې روانې دي چې کېدای شي د قرارداد پر متن اتفاق ته ورسېږي او منظور شي.
ټاکل شوې وه چې په غزه کې د جګړې په میدان کې د یوې بلې وقفې لپاره پر دې قرارداد د دسمبر پر اتلسمه رایې اچول شوې وای، خو د ویټو کېدو له ډاره لومړی د دسمبر نولسمې ته، بیا شلمې ته او اوس 21مې ته ځنډول شوې دي او تمه کېږي چې منظور شي.
د امریکا یوه چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط اسوسیېټیډ پریس ته ویلي، د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن به د شورو- چارشنبې په ماښام یا د پنجشنبې- زیارت په سهار وختي د مصر او عرب اماراتو له بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې وکړي چې پر قرارداد باندې اتفاق ته ورسېږي.
بلینکن پرون د فرانس، جرمني او برتانیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم خبرې کړې دي او پر هغوی یې ټینګار کړی چې په غزه کې د ولسي مرګ ژوبلې د کمېدو او بشري مرستو ته بیړنۍ اړتیا ده.
Forum