لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: د يو ټېکدار په کور ډزو کې دوه تنه وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعې ټانک کې د يو ځايي ټیکېدار په کور وسله وال برید شوی، دوه تنه پکې وژل شوي او د زنانو په ګډون د کورنۍ دوه تنه ژوبل شوي دي. پولیسو دا د توندروۍ پېښه بللې ده.

د ټانک پولیس دا پېښه تایید کړې او ويلي يې دي، د شپې پنګ پولیسو تاڼې په حدود منګلین سیمه کې شوې ده.

پنګ سیمه د ښار نه خواوشا 60 کلو میټره لرې شمال لوېدیځ پله پخوانې نیمه قبایلي سیمه ده.

د پنګ تاڼې چارواکي وايي د شپې نامالومه کسان راغلي او د لمر ګل بیټني په کور یې برید کړی، چې پکې د هغه یو کشر ورو او تره زوی په ځای وژل شوي او د زنانو په ګډون دوه کسان ژوبل شوي دي.

د پولیسو په وینا د پېښې وروسته پولیسو علاقه په ګېره کې اخستې او ژوبل کسان ښار کې روغتون ته وړل شوي دي.

د تاڼې پولیس چارواکي وايي کورنۍ یې ویلي چا سره شخصي دښمني نه لري خو په وروستيو کې ټیکېدار لمر ګل ته د قلنګ نه ورکولو په سر د وسله والو ډلو لخوا د مرګ ګواښونه ورکړل شوي وو.

د پولیسو وینا ده چې مقدمه د ترهګرۍ ضد د پولیسو محکمې ته لیږل شوې ده.

د علاقې خلک او کورنۍ غړي وايي د شپې 11 بجو خوا شاه د دوی په کور وسله وال برید شوی دی.

تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې د بريد زمه واري نه ده منلې خو د پولیسو مشر سید افتخار شاه دفتر چارواکي وايي دا د توندروۍ پېښه ده چې هدف یې ټېکېدار لمر ګل بيټني او د هغه کورنۍ وه.

د پاکستان د پوځي مشر جنرال عاصم منېر واشنګټن ته د سفر په مهال د 13م دسمبر نه تر اوسه د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، ټانک او خېبر کې وسله والو، د یو ځانمرګي برید په ګډون پينځه بریدونه کړي دي.

د حکومتي او پوځي شمېرو تر مخه، په دغو حملو کې د پوځ، اېف سي او پولیسو 30 عسکر وژل شوي دي. او 30 نه زیات "ترهګر" هم پکې وژل شوي دي.

بې طرفه خبریالان د پېښو ځای ته په خپل سر د ورتګ اجازه نه لري.

ځايي خلک وايي دغه پېښو په عام ولس کې سخته ویره پیدا کړې او کاروبارونه په ټپه ودریدلي او دخپلو سیمو په پریښولو مجبور شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG