یو وسله وال تن د زیارت/پنجشنبې په ورځ د چېک هېواد په پایتخت پراګ کې د یو پوهنتون په ودانۍ کې ډزې وکړې، چې د ښار د پولیسو او د ژغورندویه ډلو په قول، پنځلس (۱۵) تنان یې مړه او د شلو (۲۰) نه زیات نور یې زخمیان کړل. دا په چېک جمهوریت کې د ناتاره ډزو تر ټولو خونړۍ واقعه ده.
د پراګ د پولیسو مشر مارټین فونډراسېک وویل، دا ډزې د پراګ ښار په منځ کې، د چارلز پوهنتون د فلسفې د ډېپارټمنټ په ودانۍ کې وشوې، چېرته چې پخپله ډزې کوونکی هلته طالب علم و. چارواکو ویلي چې پخپله برید کوونکی هم مړ شوی دی. د هغه نوم لا تر اوسه ندی څرګند.
د پولیسو مشر دا هم وویل چې په پېښه کې څلوروېشت (۲۴) زخمیان دي، او چارواکو خبرداری ورکړی چې ممکن د مړو شمېر اوچت شي.
پولیسو په پېښه کې د وژل شوو او زخمي شوو کسانو په اړه ډېر تفصیل ندی ورکړی، او سمدستي یې دا هم ندي ویلي چې د برید کوونکي ممکنه مقصد یا انګیزه څه وه.
د چېک داخله وزیر وېټ راکوسان وایي، پلټونکو سره داسې څه شک نشته چې ګني دا پېښه دې د کومې سختدریځه نظریې او یا ډلو سره تعلق ولري.
پولیس په دې باور دي چې وسله وال بریدکوونکي د زیارت/پنجشنبې په سهار د پراګ لویديځې خوا ته پرته د هوسټون علاقه کې خپل پلار وژلی و، او دا نیت یې هم کړی و چې ځان به وژني.
د پراګ د پولیسو مشر دا هم وویل چې برید کوونکی ځوان، یو ډېر لایقه طالب علم و او هېڅ جرمي سابقه یې نه درلوده.
د هغه وینا ده چې د دغه وسله وال بریدګر په وجود باندې "تباه کنه ټپونه" لیدل شوي، خو دا واضحه نده چې هغه ځان وژلی او که د پولیسو سره په شخړه کې، د پولیسو ګولۍ ورباندې لګېدلي دي.
د پولیسو دغه مشر ویلي چې برید کوونکي په قانوني توګه څو وسلې درلودې، او په سوچ یې دا اقدام کړی دی.
تر دې پېښې وړاندې، په چېک هېواد کې چې د ناتاره ډزو تر ټولو غټه پېښه شوې وه، هغه په ۲۰۱۵ کال کې وه، چې په کې یو وسله وال تن اته (۸) تنه وژلي و او بیا یې خپل ځان هم وژلی و.
Forum