لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زهرا بلوڅ: د طالبانو لخوا د مولانا فضل الرحمان په بلل کېدو پاکستان نه دی خبر، د ټي ټي پي سره خبرې په ايجنډا نشته


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا د مولانا فضل الرحمان په بلل کېدو خبر نه دي، "د تحريک طالبان (ټي ټي پي) سره مزاکرات په ايجنډا نشته او پاکستان اوس هم په افغانستان کې د واکمنو چارواکو نه غوښتنه کوي چې د ټي ټي پي پرضد اقدام وکړي".

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ویاند ممتاز زهرا بلوڅ نه پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ په اوونيزه خبري غونډه کې د جمعيت علما اسلام ف ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په اړه پوښتنه شوې چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ورته بلنه ورکړې ده.

بلوڅ ويلي، "دغه پوښتنې ته په افغانستان کې واکمن طالبان چارواکي ښه ځواب کولی شي ځکه چې مونږ په دغه ډول اقدام نه يو خبر".

څو ورځې وړاندې د پاکستان یو شخصي ټي وي 'سما' سره په خبرو کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد ویلي، د طالبانو حکومت د پاکستان د یوې سیاسي مذهبي ډلې جمعيت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده.

هغه ويلي وو، مولانا فضل الرحمان ته د سفر د بلنې ورکولو مقصد دا دی چې طالبان او د افغانستان خلک په پاکستان کې ناامني نه غواړي.

د نوموړي په خبره، مولانا فضل الرحمان ته مو د دې لپاره بلنه ورکړې ده چې هغه افغانستان ته راشي د پاکستان د مملکت او پاکستاني ولس په اړه د افغان ولس او "اسلامي امارت" له دریځه ځان خبر کړي.

ممتاز زهرا بلوڅ ويلي، "مونږ د يو شخصي تن د بهر هېوادونو د سفر په بلنو تبصره نه کوو".

په16 م دسمبر په اسلام اباد کې د طالبانو استازي سردار شکیب احمد د پاکستان د سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان سره ليدلي او هغه ته یې د طالبانو د حکومت له لوري دافغانستان د سفر بلنه ورکړې وه.

د سر چینو ترمخه پاکستان کې د ترهګرۍ د سیوا شوو پېښو نه وروسته د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د ټي ټي پي او پاکستان تر منځ خبرو لپاره خپل ځان منځکړتوب ته وړاندې کړی دی.

بلوڅ ویلي، "د پاکستان د ټي ټي پي سره هیڅ ډول خبرې نه کيږي او په ايجنډا خبرې نشته، زمونږ اوس هم دغه غوښتنه ده چې افغان چارواکي بايد د ټي ټي پي عناصرو پرضد اقدام وکړي او دوی ودروي او د پاکستان پرضد د افغانستان د خاورې څخه د ترهګرۍ ګواښ د مينځه لرې کړي".

پاکستان تورونه لګوي چې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري سېوا شوې او د پاکستان مخالفه وسله وال تنظیم ټي ټي پي مشران په افغانستان کې خوندي ځالې لري او د هلته نه پاکستان کې د ترهګرۍ منصوبې جوړوي او ترهګري کوي.

خو په افغانستان کې واکمن طالبان دا تورونه ردوي او وایي پاکستان باید د خپل امنیت د ذمه وارۍ بار د افغانستان په اوږو وا نه چوي.

په وروستيو کې واکمنو طالبانو ویلي، د ټي ټي پي د 35 نه تر 40 پورلې غړي یې نیولي او زندانونو ته اچولي دي.

د ټي ټي پي د غړو نيول کېدو پوښتنې ته په ځواب کې زهرا بلوڅ ویلي، "مونږ تراوسه پورې په دغه حواله کوم کلک حقايق او اقدام نه دی ليدلی چې په نتيجه کې یې د ټي ټي پي لخوا د ترهګرۍ پېښې کمې شوي دي، ټي ټي پي په افغانستان کې ځالې لري".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG