لاس رسیدونکی لینک

 
سپريم کورټ د سايفر قضيه کې د عمران خان او شاه محمود قرېشي ضمانت منظور کړی
تازه خبر

سپريم کورټ د سايفر قضيه کې د عمران خان او شاه محمود قرېشي ضمانت منظور کړی


د پاکستان سپريم کورټ د سایفر قضيه کې د پخواني وزيراعظم عمران خان او پخواني بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ضمانت منظور کړی دی.

د رپورټونو ترمخه، د سپريم کورټ قايم مقام چیف جسټس سردار طارق مسعود په مشرۍ د درېو ججانو بنچ د عمران خان او شاه محمود قرېشي په خواستونو اورېدنه کړې، او د لسو لسو لکو روپو د مچلکو په عوض یې د هغو ضمانتونه منظور کړي دي.

عدالت د پراسيکیوشن د دلايلو اورېدو وروسته ویلي، کوم اسناد چې وړاندې کړی شوي په هغې کې په هیڅ ډول قضيه نه ثابتيږي.

په 13م دسمبر د سايفر قضيه کې د عمران خان او د هغه د حکومت د پخواني وزير شاه محمود قرېشي باندې فرد جرم لګول شوی او دواړو د صحت جرم نه انکار کړی وو.

په عمران خان تور دی چې اووم مارچ 2022م یې د امریکې څخه ترلاسه کړی سایفر د خپلو شخصي ګټو دپاره کارولی او د ملي امنیت خیال یې نه وو ساتلی.

د ياد تور په اساس د روان کال 2023م د اګست په 15مه مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) د عمران خان ضد د ملک د پټو رازونو ښکاره کولو قانون (افيشل سيکرټ اېکټ) په سرغړونه کولو مقدمه درج کړې وه.

په 29م اګست د سایفر قضيې اورېدنې دپاره جوړ ځانګړي عدالت جج په 29م اګست په عمران خان فرد جرم لګولی وو. خو اسلام اباد هايکورټ په جېل کې د دغه قضيې اورېدنه کالعدم ګرځولې وه.

عمران خان او شاه محمود قرېشي په یاده قضيه کې اسلام اباد هايکورټ ته د ضمانت خواستونه کړي خو اسلام اباد هايکورټ رد کړي او دوی بيا سپريم کورټ ته تللي وو.

پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د اسلام اباد هایکورټ د توشه خانې قضيه کې عمران خان ته د اورل شوې سزا د فېصلې معطل کولو خواست رد کړی دی. د ځايي رپورټونو ترمخه د عمران خان نااهلي په ځای پاتې شوې ده.

په پينځم اګست د اسلام اباد سيشن عدالت جج همايون دلاور عمران خان ته د توشه خانې قضيه کې د درېو کالو بند سزا اورولې او بندي کړی شوی وو، او بيا په 29م اګست اسلام اباد هایکورټ دغه سزا معطل کړې خو عمران خان هايکورټ ته د سيشن کورټ د فېصلې معطل کولو خواست کړی وو.

عمران خان ته د سزا اورول کېدو وروسته د پاکستان الېکشن کمېشن دی د پينځو کالو دپاره نااهله کړی وو.

له دغې وړاندې په نهمه مې عمران خان د القادر ټرسټ په قضيه کې نيول شوی خو په 11مه مې بيا سپريم کورټ د هغه نيول غېر قانونه ګرځولي او د هغه په فوري توګه خوشي کولو حکم یې کړی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG