لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو ایچ او وایي په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو لپاره 185 میلینه ډالرو ته اړتیا لري


د افغانستان د هرات له زلزلې او د لکونو کډوالو له ور ستنېدو وروسته د روغتیا نړیواله اداره وايي د دې هېواد د ابادۍ 30 فیصده خلک د خوړو له پلوه خوندي نه دي چې شمېر یې 13 میلینه کسانو ته رسیږي.

د ډبلیو ایچ او عمومي مشر ټیډروس اډهانوم ګبریوسیس د دسمبرپه 20مه پر ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي چې په افغانستان کې نیژدې یو میلین ماشومان د خوراک له زښته زیات کمښت سره مخ دي او 2.3 میلین ماشومان له یو څه کم خوراکي کمښت سره مخ دي:

"د بدن د دفاعي نظام د کمزوري کېدو او په دې سخت ژمي کې په لوړه کچه په هغو ساري ناروغیو د اخته کېدو له خطر سره مخ دي چې د هغوی د مړینې سبب کېدای شي".

د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر له خپلې ادارې سره محدودو مالي امکاناتو ته په پاملرنې اندېښنه ښکاره کړې چې کېدای شي په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې دغه شمېر نور هم زیات شي.

ښاغلي ګیبریوسیس ویلي چې افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو لپاره 185 میلین ډالرو ته اړتیا لري چې د دارو درملو او له روغتونونو سره د مرستې د دوام لپاره کار ترې واخلي:

"دا به د خوړو د نه خوندیتوب او کم خوراکۍ له کبله د افغانو ماشومانو او ښځو د مړینې مخه ونیسي".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د دسمبر په 22مه په خپل یو رپوټ کې ویلي، د روان 2023م کال د جنورۍ او اکتوبر تر منځ مرسته کوونکو ادارو په افغانستان کې له 26.5 میلینه کسانو سره مرستې کړې دي. اوچا پر خپل ایکس لیکلي:

"له 21.3 میلینه وګړو سره د خوړو او روزګار په برخو کې او له 13.7 میلین کسانو سره د روغتیايي خدمتونو په برخه کې مرستې شوې دي".

دغې ادارې ویلي په دې کال کې له 8.9 میلینه کسانو سره د اوبو او پاکۍ په برخو کې او له 4.8 میلینه ماشومانو او میندواره ښځو سره د خوړو په برخه کې مرستې شوي دي.

اوچا ویلي 2.8 میلینه کسانو ته د خوندیتوب په برخه کې، له دوه میلینه ماشومانو سره د تعلیم په برخه کې او له پینځه لکه 90 زره نورو افغانانو سره د سرپناه د برابرولو په ګډون بیړنۍ مرستې شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG