د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه «سي پي جې» وایي د اسرایل او حماس تر منځ روانه جګړه کې د وژل شویو خبریالانو شمېر یو لوړ او مرګونی "ریکارډ" دی او وایي د اکتوبر له اوومې راهیسې تر اوسه 68 خبریالان وژل شوي دي.
سي پي جې د دسمبر پر 21مه په خپل څېړنیز رپوټ کې ویلي، د جګړې په لومړیو 10 اوونیو کې دومره ډېر خبریالان وژل شوي چې وایي په کوم بل هېواد کې په یو کال کې په جګړه کې دومره نه دي وژل شوي.
د رسنیو د ملاتړ ددې ادارې مرکزي دفتر په نیویارک کې دی او له 1992 کال راهیسې د وژل شویو خبریالانو شمېر ریکارډوي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه یا سپي پي جې وایي په 68 وژل شویو خبریالانو کې 61 فلسطینیان، څلور یې اسرایلیان او درې لبنانیان دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشره جوډي ګینسبرګ وایي، د اسرايل او غزې په جګړې کې د وژل شویو خبریالانو شمېر د سي پي جې په تاریخ کې مثال نه لري او وایي دا څرګندوي چې د خبریالانو لپاره هلته حالت څومره سنګین دی. مېرمن ګینسبرګ په یوه اعلامیه کې ویلي:
"د فلسطین ځایي خبریالان لا هم له غزې پټۍ رپوټونه ورکوي او په ډار کې ژوند کوي، د جګړې یواځې څو میاشتې تېرېدو وروسته د جرنلسټانو زیاتې مرګ ژوبلې ته په کتو د جګړې ښکېلو خواوو ته زیاته اړتیا ده چې د خبریالانو په ګډون د ټولو ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي".
په دغو خبریالانو کې تر نیمایي زیات یعنې 37 تنه د جګړې په لومړۍ میاشت کې وژل شوي، چې د سي پي جې د مشرانو په وینا دا له 1992م کال را وروسته د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونې میاشت وه.
د منځني ختیځ او شمالي افریقې لپاره د سي پي جې پروګرام کوارډینېټر شریف منصور په یوه اعلامیه کې ویلي:
"موږ چې تر دې دمه لیدلي د اسرایل او غزې جګړه د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک حالت دی او دا [د وژل شویو خبریالانو] له شمېره هم څرګندوي".
د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د اسرایلي ځواکونو ویاند ویلي، دوی خبریالان نه په نخښه کوي، خو شریف منصور د دغو خبریالانو د وژنې تور پر اسرایل پورې کړی او په اعلامیه کې یې ویلي دي:
"د اسرايل پوځ په 10 اوونیو کې دومره جرنلسټان وژلي دي چې کوم بل پوځ یا تنظیم په یو کال کې نه دي وژلي او د هر خبریال په وژل کېدو سره دا ګرانه شوې ده چې د جګړې په اړه مستند رپوټونه خپاره شي او خلک په پوه شي".
د اسرايل پوځ مخکې ویلي وو چې "هېڅکله هم او کله به هم قصداً" پر خبریالانو برید ونه کړي، خو رویټرز او فرانس پرس خبري ایجنسیو ته یې ویلي چې په غزه کې د خبریالانو د خوندیتوب ضمانت نه شي کولای.
د اکتوبر په اوومه چې حماس په اسرايل باندې بریدونه وکړل، اسرايلي چارواکي وايي په دغو بریدونو کې شاوخوا 1200 تنه ووژل شول او حماس له ځان سره 240 نور یرغمل غزې ته یووړل، خو روانه میاشت تر 100 زیات د فسلطیني بندیانو په تیادله کې را خوشي شول.
په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت وایي د اسرایل په بریدونو کې تر اوسه پورې تر 20,000 زیات کس وژل شوي چې وایي اکثریت یې ښځې اوماشومان دي.
Forum