لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روغتیا نړیوال سازمان وایي افغانستان کې سږکال  څه باندې 1.2 ميلينه خلک د ساه په ناروغیو اخته شوي


د روغتيا نړيوال سازمان ډبليو ايچ او په افغانستان کې د سينې يا تنفسي ناروغانو په شمېره کې د روان ژمې په مهال زياتوالی ښودلی او په خپل راپور کې يې ويلي چې په 2023 کال کې د دغه هېواد په کچه د سینې په ناروغۍ څه د باندې 1.2 ميلينه خلک اخته شوي دي او د 2500 نه سېوا ناروغانو ترې ژوند د لاسه ورکړی چې زياتره پکې ماشومان دي۔

د روغتیا نړیوال سازمان پخپل وروستي راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د هوا د سړېدو له امله سږ کال د سپتمبر د دريمې اوونۍ راهسې د ناڅرګنده تنفسي ناروغو په کچه کې زياتوالی راغلی دی.

د ادارې د راپور ترمخه په دې هېواد کې سږ کال د جنورۍ نه تر د دسمبر لومړې اوونۍ پورې په افغانستان کې د تنفسي ناروغو څخه 12 لکه او څه باندې 37 زره کسان ناروغه شوي دي او د 2500 نه زياتو تنانو ترې ژوند د لاسه وکړی دی۔

د روغتيایي چارو پوهان وايي د موسم د يخېدو سره سم د ساه ناروغۍ زياتېږې او په وخت يې د درملنې نه کېدو له وجې د زاړه عمر خلک او ماشومان خپل ژوند د لاسه ورکوي.

د پښتونخوا په مردان مېډېکل کمپلېکس کې د سنې د ناروغیو ډاکټرښاغلی سجاد علي وایي،اکثره د ژمي په یخ موسم کې عام تبه او ټوهې د نمونيا شکل اختيار کړي .

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي په مشرانو او ماشومانو کې د موسم په یخیدو سره نمونيا زیاته شي او په ماشومانو کې د ساه په وړو نالو کې انفېکشن وشي چې دا خطرناک وي او په دې کې مريض هسپتال کې داخلول پکار دي.

"نمونيا پکې يوه عام وجه ده چې دې نه دا ماشومان او د زيات عمر واله مريضان مري"

د صحت د نړيوالې ادارې د راپور ترمخه په ناروغه شويو تنانو کې څه د باندې 61 فيصده د پنځوؤ کالو نه کم عمره ماشومان او نزدې 50 فيصده مېرمنې شامل دي.

راپور وایي چې په مړو شويو تنانو کې خواوشا 82 فيصده د پنځوؤ کالو نه د کم عمر ماشومان او 45 فيصده ښځې شامل دي۔

ډاکټران وايي په ټولنه کې د تنفسي ناروغیو خورېدو علتونه بې وزلي، په وخت علاج نه کول او د خوراک کمی دی۔

د ډاکټر سجاد علي په خبره " د صحت سهولوتو ته رسايي کمه ده نو دا پکې يوه وجه ده، دوېم هلته په افغانستان کې غربت دی او خلکو ته د علاج ضرورت دی او هغوی يې برداشت کولی نه شي، بل که مور صحتمنده وي نو ماشوم به هم صحت مند وي او د بېمارو به مقابله کولی شي"

په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو د علاج او اسانتیاو په لړ کې کوم ګامونه اخېستل شوي؟ دي په دې اړه مو د طالبانو د صحت وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان نه وپوښتل خو نوموړي د ډیوه پوښتنې ته هیڅ ځواب ونه ویلو.

د صحت ماهرين وايي دمشرانو او ماشومانو تنفسي ناروغیو نه د خوندي کولو دپاره مهمه ده چې د اور او ګرمو جامو په مرستې سره دوي ګرم وساتل شي اؤ مناسب خوراک ورته ورکړل شي۔

د پېښور په خېبر مېډيکل پوهنتون کې د عامې روغتيا ماهر ډاکټر انوار الله وایي د کورونو دننه په کومه انګیټۍ کې چې اور بلېږي پکار ده چې په هغې د اوبو لوخې کېښودل شي چې هغه ماحول نه خشک کوي او په هوا کې د نمۍ مقدار پوره وي نو د هغې سره د کاربن زرات لاندې جمع کېږي او په هوا کې یې مقدار کم وي .

نوموړی وایي که چرې داسې وشي نو دې سره مونږه د ماشومانو او د خپل صحت خيال ساتلې شو.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG