د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پرون د جمعې په ورځ غزې ته د بیړنیو مرستو قرارداد منظور شوی، له هغه وروسته له پرون راهیسې د رفح پولې له لارې د غزې جنوبي سیمو ته د خوراکي توکو 70 ټرکونه داخل شوي دي.
دغه ټرکونه له مصر څخه ورځي چې پکې د غزې د محاصره او وږيو خلکو لپاره مهم خوراکي او بشري توکي پکې بار دي. د مصري ټرکونو چلوونکي یو لوی پارکینګ ته ټرکونه ننباسي چې سامانونه یې د اسرایلي پوځ کسان وګوري.
د یو ټرک چلوونکی سید عبدالحمید په کتار کې له انتظاره ستړی نه ښکاریده، له اوړو ډکې لارۍ څخه یې ترپال پورته کړ او ویې ویل، "ویاړم چې له خپلو فلسطیني وروڼو سره مرسته وکړم".
په درنو وسلو سمبال اسرايلي پوځیان د سپيانو په وسیله په اتفاقي ډول په ټرکونو کې بار سامانونه ګوري. د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر ویلي، "اسرایل به د امنیت په خاطر غزې ته تلونکې ټولې بشري مرستې په دوامداره توګه ګوري".
د بشري مرستو نړیوالې ادارې وایي په غزه کې دا وخت بشري مرستو ته شدیده اړتیا ده. اسرایل د غزې اوسېدونکو ته امر کړی چې جنوبي سیمو ته کډه شي، خو دوی چې هلته کډه شول د استوګنې لپاره یې ډېر لږ ځایونه وو.
د غزې په جګړه کې د بلې بشري وقفې او مرستو د رسېدو پر سر تر یوه اوونۍ بحثونو وروسته امریکې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا قرارداد ته رایه ور نه کړه، خو ویټو یې هم نه کړ او قرارداد د 15 غړو په رایو منظور شو.
په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفیره لینډا توماس ګرینفیلډ پرون د قرارداد تر منظورۍ وروسته وویل، "نن دې شورا د بیړنیو ګامونو غوښتنه وکړه چې سمدستي خوندي، بې خنډه او پراخ بشري لاسرسي ته اجازه ورکړي او د جګړې د دوامدار پای لپاره حالات برابر کړي".
مېرمن ګرینفیلډ وویل، یرغمل شوي کسان باید سمدستي خوشي شي او همدارنګه اسرایل او حماس دواړه باید نړیوال بشري قانون ته درناوی ولري.
د امنیت شورا په پروني منظور شوي قرارداد کې بیا پر اسرایل د حماس برید نه دی غندل شوی او مېرمن ګرینفیلډ ویلي، امریکا "ډېره زیاته مایوسه" ده چې قرارداد د اکتوبر د اوومې د ترهګرۍ بریدونه ونه غندل په کوم کې چې 1,200 کسان وژل شوي وو.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د اسرایلي ځواکونو تر لسو اوونیو زیاتو هوایي او مځکنیو بمباریو کې د وژل شویو کسانو شمېر 20,000 زیات شوی دی، چې وایي په هغوی کې زیات شمېر د ښځو او ماشومانو دی.
روس غوښتل چې د امنیت شورا په قرارداد کې پر اسرایلو سختې نیوکې شوې وای، خو داسې څه چې پکې نه وو نو له رایې ورکولو یې ډډه کړې او وروستۍ ترمیم شوې مسوده یې د واشنګټن د خوښې "بېخي بې اثره" بللې.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له فرانس پریس خبري ایجنسۍ اخیستل شوي.
Forum