لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لیکوال محمد حنیف پر بلوڅو احتجاج کوونکو د پولیسو د تشدد په احتجاج کې د ملک لوی ایوارډ بیرته واپس کړ


د پاکستان مشهور جرنلسټ، کالم او ناول لیکونکي محمد حنیف په اسلام اباد کې پر بلوڅو احتجاج کوونکو د پولیسو د تشدد خلاف د احتجاج په توګه خپل د ملک لوی ایوارډ «ستاره امتیاز» بیرته واپس کړی دی.

محمد حنیف نن د شنبې- خالي په ورځ پر ایکس [مخکیني ټویټر] په یو پوسټ کې لیکلي، "د احتجاج په توګه زما ستاره امتیاز ایوارډ بیرته هغه ریاست ته سپارم چې د بلوڅانو [جبري] اوچتولو او اذیت یې روان ساتلی".

حنیف د (اَ کېس آف ایکسپلوډینګ مېنګوز) «د چاودېدونکو امونو قضيه» په نوم ناول لیکلی او په 2008م کې د پخواني پوځي امر جنرل مشرف د واکمنۍ په مهال چاپ شوی وو. پر دې ناول هغه ته په 2018م کال کې د ملک درېیم لوی ایوارډ «ستاره امتیاز» ورکړل شوی وو.

په اسلام اباد کې پر بلوڅو احتجاج کوونکو د پولیسو تشدد او د هغوی نیول د پاکستان د بشري حقونو تنظیم ایچ آر سي پي، سیاستوالو او ځینو خبریالانو هم غندلی.

خو محمد حنیف د ایکس په پوسټ کې هغې ویډیو ته غبرګون ښکاره کړی او خپل ایوارډ بیرته واپس کړی، چې پکې بلوڅې احتجاج کوونکې په بس کې ناستې او د رپوټونو له مخې چارواکو په زوره بلوچستان ته لېږلې، په هغه ویډیو کې یوه بلوڅه احتجاج کوونکې په ژړا ژړا وایي:

"موږ خپل ساتونکي [بې درکه خپلوان] غواړو، نور له پاکستانه هیڅ نه غواړو، زموږ نسل کُشي دې بنده شي، نور موږ نه ګېس، نه بجلۍ، نه د سېندک سره زره، نه د ګوادر وسایل او نه کویله غواړو، موږ یواځې خپل وروڼه او د ژوند حق غواړو".

محمد حنیف دغه ناول- چې ستاره امتیاز ایوارډ یې پرې اخیستی- د پاکستان د پخواني پوځي آمر ضیاء الحق د واکمنۍ د وروستیو کلونو په اړه لیکلی او په طیاره کې د هغه د مړینې او نورو "دسیسو" داستان یې پکې بیان کړی دی.

حنیف پر خپل ایکس د بلوڅو په روان احتجاج کې د دوو فعالو نجونو ډاکټر ماه رنګ بلوڅ او سمي بلوڅ ذکر کړی چې پلرونه یې جبري بې درکه دي او ویلي یې دي چې هغوی "په احتجاجي کېمپونو کې لویې شوې":

"نوی نسل چې وینو له بنیادي عزته محرومه ساتل کېږي دا د شرم خبره ده".

محمد حنیف د 2020م کال په جنورۍ کې دعوه کړې وه چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای ځینې کسان ورغلي وو او د هغه د انګرېزي ناول د اردو ژباړې کتابونه يې وړي او د کتاب پلورونکي دوکان مشر ته يې ګواښ کړی وو او نور مالومات يې ترې غوښتي وو.

محمد حنيف د هغه کال په جون کې ویلي وو چې د کراچۍ د يو شخصي پوهنتون (حبيب يونيورسټۍ) له استادۍ څخه لرې کړی شوی وو.

محمد حنيف په کال 2011م کې د "اَور لېډي آف الایس بټي" په نوم دویم ناول چاپ کړی وو چې د يوې نرسې او پوليس انسپکټر پر کردارونو لیکل شوی دی.

د نوموړي درېم ناول د (رېډ برډز) یا «سرې مرغۍ» په نوم په کال 2018م کې چاپ شوی وو چې په درو برخو کې دی، يوه يې د يوې صحرا، دویمه د یو کېمپ او درېیمه برخه له هېنګر سره تړلې ده.

محمد حنيف د پاکستان د پنجاب صوبې د اوکاړې ښار دی، هغه اول د پاکستان په هوايي ځواک کې جنګي پايلټ وو خو وروسته یې دغه دنده پرېښوه او له بي بي سي سره یې د خبریال په توګه کار پیل کړ.

د محمد حنیف انګرېزي او اردو کالمونه او بلاګونه اوس هم په بېلابيلو ځايي او نړيوالو خبري ادارو کې خپريږي، چې پکې اکثر په طنزیه ژبه د پاکستان په ریاستي ادارو باندې تنقید شوی وي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG