لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: حکومتي وزیرانو په احتجاج د بوختو بلوڅانو سره مذاکرات کړي


Islamabad Baluch Protest
Islamabad Baluch Protest

بلوچستان کې د جبري بې درکیواؤ د عدالت تر شا د وژنو پرضد په احتجاج بوخت د بلوڅو د یووالي کمیټې حکومت ته د نیول شوؤ ټولو مظاهرینو د خوشې کولو اؤ په هغوي د لګول شوؤ تورونو ختمولو لپاره درې ورځې وخت ورکړی دی.

دپاکستان د حکومت له لوري ټاکل شوې کمټې بیګاه د شپې ناوخته د اسلام اباد پریس کلب مخې ته په احتجاج د بوختو بلوڅانو سره کتلي اؤ هغوي ته یې باور ورکړی چې ټولې جایز غوښتنې یې منل کیږي.

ټاکل شوې ده نن د اتوار په ورځ بیا د حکومتي مذاکراتي کمیټې اؤ په احتجاج د بوخت بلوڅانو ترمنځ مذاکرت کیږي.

د بلوڅو د یووالي کمېټې پخپل یو تازه بیان کې کې ویلي چې د دوي نزدې 350 مظاهرین پولیسو نیولي چې 33 ته پکې عدالتونو ضمانت ورکړی، 250 نه زیات اوس هم په جېلونو کې دي اؤ تر 100 زیات نور لادرکه کړل شوي اؤ عدالتونو ته نه دي وړاندې کړل شوي.

په ټولنیزو رسنیو خپور د بلوڅو د یووالي د کمېټې بیان کې ویل شوي، مونږ ریاست ته درې ورځې وخت ورکوؤ چې د پرامنه مظاهرینو پرضد درج مقدمې بېرته واخلي اؤ تر 100 زیات هغه بلوڅ طالبعلمان خوشې کړي چې تر اوسه لادرکه دي.

په دغه بیان کې خبرداری ورکړل شوی چې که نیول شوي ټول کسان خوشې نه کړل شي اؤ پر ضد یې درج مقدمې ختمې نه کړل شي نو په احتجاج بوخت بلوڅان به په سخت ګام پورته کولو مجبور شي چې د هغې ذمه وار به ریاست اؤ انتظامیه وي.

د بلوڅو د یووالي د کمېټې له دغه بیان وروسته بیګاه د شپې ناوخته نګران وفاقي وزیرانو مرتضا سولنګي، فواد حسن فواد ، د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي خان کاکړ اؤ د اسلام اباد د پولیسو مشر ناصر اکبر خان د اسلام اباد پریس کلب مخې ته په احتجاج د بوختو بلوڅانو سره کتلي دي اؤ ورسره یې دهغوي د غوښتنو په اړه مذاکرات کړي دي.
د بلوڅو دیووالي کمېټې د استازو سره خبرو کې نګران مرکزي وزیر فواد حسن فواد ویلي چې هغه دلته د نګران وزیراعظم له لوري مذاکراتو لپاره راغلی دی اؤ د مظاهرینو ټولې جایزې غوښتنې به منل کیږي.

دپاکستان سرکاي ټي وي ویلي دا خبرې اترې په غوره چاپیریال کې شوي اؤ دواړو خواوې مذاکراتو ته په دوام ورکولو سلا شوي دي.

پي ټي وي ویلي دي چې نن به د اتوار په ورځ د حکومتی مذاکراتي کمیټې اؤ د بلوڅو دیووالي د کمیټې د استازو ترمنځ خبرې اترې بیا کیږي.

تر دې وړاندې بلوڅ مظاهره چیانو بلوچستان کې د جبري لادرکیو اؤ دعدالت تر شا د وژنو پرضد د اسلام اباد پریس کلب مخې ته پرلت غځولی ؤ اؤ پر دغه مهال د احتجاج مشرې کوونکې ډاکټر مها رنګ بلوچ د پریس کانفرنس په مهال بلوچستان کې د انساني حقونو په کېدونکو سرغړونو د کمیشن جوړولو غوښتنه کړې وه.

مها رنګ بلوڅ ویلي وؤ حکومت دې بلوچستان نه سي ټي ډي اؤ د وژنې اسکواډز ختم کړي اؤ د کورنیو چارو وزارت دې د یو پریس کانفرنس له لارې په دغو جرمونو بخښنه وغواړي.

د بلوڅ مېرمنو په مشرۍ لانګ مارچ د شپږم دسمبر نه د تربت څخه د ترهګرۍ ضد محکمې د عسکرو په لاس د یو بلوڅ ځوان بالاچ د عدالت تر شا له مبینه وژنې وروسته پیل شوی ؤ اؤ د شورو په ورځ دا لاریون اسلام اباد ته رسیدلی ؤ.

د اسلام اباد پولیسو د مظاهره چیانو د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د رسېدلو لارې تړلې وې اؤ د طاقت د لارې یې د هغوي د احتجاج ختمولو هڅه کړې وه چې په دې د بشري حقونو تنظیمونو،خبریالانو اؤ سیاسي مشرانو سختې نیوکې کړې وې.

مخې ته د راغلو رپورټونو له مخې اسلام باد کې د بلوڅ مظاهره چیانو تر 200 ملګري نیول شوي دي

د خالي په ورځ د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر، سینیټر مشتاق احمد اؤ پخوانی سینیټر فرحت الله بابر هم د بولڅ مظاهره چیانو په احتجاج کې شریک شوي دي.

د پیپلز ګوند مرکزي مشر فرحت الله بابر په دغه موقعه میډیا ته ویلي چې چې بلوڅان خپل بنیادي انساني حقونه غواړي اؤ د دوي جایز غوښتنو ته باید ریاست غوږ ونیسي.

سینیټر مشتاق احمد ویلي چې لادرکه کسان باید په سمدستي توګه راخوشې کړل شي اؤ دبلوچستان په ګډون دې ټول هیواد کې د غیر قانوني اؤ غیر اییني ګامونو مخه ونیول شي.

د خالي په ورځ د بلوڅو د یووالي کمېټې په غږ د بلوچستان په خضدار،حب،قلات، ګوادر اؤ نورو بیلابیلو ضلعو کې کار بندیز اؤ احتجاجي مظاهرې هم شوې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG