لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سټېټ بېنک: حکومت د روان مالي کال په پنځو میاشتو کې له بېنکونو څخه اووه چنده زیات پورونه اخیستي


د پاکستان مرکزی بېنک وایي، د روان مالی کال په پېنځو میاشتو کی حکومت د بېنکونو نه اووه چنده زیاتې قرضې اخیستې دي.

اقتصاد پوهان وایي د پاکستان حکومت د مالیاتي خسارې د پوره کولو دپاره د بېنکونو نه قرضې ترلاسه کوي، د پاکستان برامدات کم او درامدات زیات دي او حکومت د خپلو لګښتونو دپاره قرضونه اخلي.

د ټیکسونو د مرکزی اداری ایف بی آر دعوو باوجود چی د روان مالی کال 2024 په پنځو مياشتو کی یې 26 کهربه او 80 اربه روپۍ مالیه راغونډه شوې د پاکستان سټېټ بېنک وایی حکومت 35 کهربه او 85 اربه روپی د بېنکونو نه قرضی ترلاسه کړی.

بینک وایی د تیر مالی کال هم په دی موده کی حکومت 516 اربه روپی قرض اخستی و.

اقتصادی پوهان وایی حکومت د بجټ خساری کمولو دپاره قرضی اخلي.

اقتصاد پوه سجاد احمد ډیوې ته وايي،

"زمونږه چی کوم بجټ خساره ده هغه ډیره زیاته ده د دی نه علاوه زمونږه تجارتی خساره هم سیوا ده ځکه چی زمونږ برآمدات کم وو او درامدات سیوا وو ملک ته ډالر نه ځی او بهر زیات وځی او د امدن او خرڅونو تر منځه د فرق له وجی ګرانی هم سیوا شوه."

مرکزی بینک وایی تیر مالی کال 2023 کی حکومت مجموعی 37 کهربه روپی قرضه اخستی وه چی د شخصی کاروبارونو په مقابل 82 فیصده زیاته وه.

د پاکستان د شماریاتو اداره وایی روان مالی کال په څلورو میاشتو کی حکومت تجارتی خساره 29 فیصده او کرنټ اکاونټ خساره 65 فیصده کمه کړی او ترقیاتي کارونه راکم کړی چی حکومتی اخراجات راکم کړی شي.

د حکومت دغه زیاتی قرضی به څه اثرات ولری په دی هکله د اقتصاد ماهر لحاظ علي وايي،

"پاکستان کی دا وخت د تیر یو نیم کال راهسی ترقیاتي کارونه بند دی او د جاری کارونو اخراجات هم څو چنده سیوا شوی يعنی کوم کار چی په پنځه اربه روپو سر ته رسیدو د هغی خرڅ 9، 10 اربه روپو ته رسیدلی او د دی غټه وجه داده چی پاکستان څومره قرضی اخلی هغه د نورو قرضونو په واپسی کی کارولی کیږی او بل د سرکاری ملازمينو په تنخاګانو او یا د بجټ سپوړټ پروګرام په مد کی خرڅ کیږی."

مرکزی بینک وایی په پنځه میاشتو کی حکومت د بجټ سپوړټ پروګرام په مد کی 31 کهربه روپی قرضه اخستی او تیر مالی کال هم په دی موده کی ی 11 کهربه روپۍ اخستی وی.

دغه ډول دوی وایي، د روان کال په قامی بجټ کی ترقیاتي بجټ 940 اربه روپی مقرر کړی شوی خو حکومت یوازی د 300 اربه روپیو د خرڅ کولو اجازه ورکړی او څیړنی ښیې مرکزی حکومت د پبلک سییکټر ترقیاتي پروګرام لاندی 137 پروجی ختمی کړی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG