لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني عیسویانو د ډیسمبر په ۲۵ نېټه کرسمس لمانځلی 


د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر په پاکستان کې هم مسیحیانو نن د کرسمس په ځانګړو مراسمو کې برخه واخیستله.

پیښور کې د کرسمس لویه غونډه سینټ جانز کهتیډرل نومې کلیسا کې وشوه او د کرسمس کیک پرې کړی شو.

مسیحیان وایي، کرسمس د دوي د اختر ورځ وي. له عبادت نه وروسته دوي د خپلوانو او دوستانو کورونو ته ورځي او خوندور خوراکونه پخیږي.

د پیښور مسیحي ټولنې غړې صوفیه جاوېد وايي،

"هلته مو د اختر مونځ د کرسمس عبادت وکړو. هغې نه پس خلک خپل خپل کورونو ته ځي. د بل کور ته کیک ځان سره وړي. چې میلاویدو د پاره. ویش کولو د پاره. او ورسره ښایسته ښایسته کټوۍ او ښایسته ښایسته روټۍ پخیږي ټولو د پاره. او یوځایې باندې راغونډیږي. مطلب یو خاندان چې څنګه وي."

کلیسا کې د عبادت په موقع پادریانو په پاکستان او په ټولې نړۍ کې د امن لپاره دعاګانې وغوښتې او و يې ویل دوي به د پاکستان د پرمختګ لپاره خپل کردار جاري ساتي.

خو په خفګان يې څرګندونه کوله چې سږ کال د اګست په میاشت کې د پنجاب جړانواله ښار کې قهرجنو خلکو د مذهب د سپکاوي په تور د مسیحیانو 91 کورونه او 22 کلیساګانې سوځولي او غوښتنه کوي چې د داسې پیښو د مخنیوي لپاره باید حکومت قانون سازي وکړي.

د سینټ جانز کهتیډرل پادري همفري سرفراز پیټرز وايي،

"نو دې کرسمس باندې زمونږ ډیر ریکوسټ دی ګورنمنټ نه چې کاینډلي وزارت داخله، وزارت تعلیم او وزارت مذهبي امور. دا یو ځایې باندې کښیني کنه. او ددې څه لار رااوباسي. ګپ جوړ شوی دی کنه. او مونږ غواړو چې دا ګپ ختم شي اوس. ډیر شو کنه. مونږه پاکستاني مسحایان یو."

همفري سرفراز پیټرز وایي دوي هم د نورو پاکستانیانو په شان خپل آیني او قانوني حقونه غواړي.

په کلیسا کې موجودو ماشومانو او میرمنو د کرسمس په موقع د خپلو خوشحالیو اظهار وکړو. میرمنو ویل مذهب يې نړۍ ته د امن او سوکالۍ درس ورکوي

د پیښور د مسیحي ټولنې غړی خورشید اختر وايي،

"زمونږ د خوشالۍ په موقع دا پیغام دی. امن او سلامتي زمونږ نبي ویلي دي. نو ټولې دنیا دپاره مونږ امن او سلامتي غواړو."

په کلیسا کې د کرسمس د خصوصي عبادت په وخت د امنیت کوټلي ګامونه پورته کړل شوي وو او د پیښور ټریفک پولیس د کرسمس په مناسبت د مسیحیانو ماشومانو ته ډالۍ ورکړې.

مسیحایان د عیسی (ع) د پېدایش د ورځې په مناسبت د کرسمس خوشحالۍ لمانځي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG